روغتيا او ژوند

دغه درې خواړه په طبیعي ډول د خولې ناوړه بوی له منځه وړي

د خولې ناوړه بوی یوه عامه روغتیايي ستونزه ده چې د نړۍ ٪۳۰ خلک پرې اخته دي او مختلف لاملونه لري. د وریو ناروغۍ، په غاښونو کې سوري، د خولې نظافت ته نه پاملرنه، سګرېټ څښل او ځینې نور د خولې ناوړه بوی له سترو لاملونو څخه دي.

خو د خولې د بوی تر ټولو ستر لامل هغه باکتریاوې دي چې خوله کې د غاښونو ترمنځ یا د ژبې شاتنۍ برخه کې ټولېږي.

د خولې ناوړه بوی له منځه وړلو لپاره د خولې نظافت ته، چې ښاغونو برس کول، د ژبې موښل او د غاښونو په ځانګړي تار سره د غاښو خلال په کې شامل دي جدي پاملرنه وشي.

له دې سربېره، ځینې داسې طبیعي خواړه او څښاک هم شته چې د خولې ناوړه بوی له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته کوي. دلته مو له دریو هغو طبیعي خوړو چې دغه برخه کې مو مرسته کولی شي اشنا کوو:

۱. د مڼې سرکه

د مڼې سرکه د تېزابیت توازن ساتونکی اغېز لري، چې له همدې امله د خولې ناوړه بوی لپاره غوره درمل بلل کېږي.

طریقه

۱. یوه کاچوغه اومه او نافلتر شوې د مڼې سرکه یو ګېلاس اوبو کې واچوئ،
۲. له خوړو وړاندې يي وڅښئ. د سرکې دغه ډول کارونه هاضمې کې هم مرسته کوي.
له دې سربېره، دغې موخې لپاره سرکه غر غړه کولی هم شئ. یو ګېلاس اوبو کې د مڼې سرکه واچوئ او غر غړه يي کړئ.

۲. لونګ

لونګ د باکتریا ضد پیاوړي خواص لري، چې له همدې امله د خولې ناوړه بوی له منځه وړي.

طریقه ۱:
۱. تر ټولو اسانه او چټک اغېز لپاره څو دانې لونګ وژوئ،

طریقه ۲:
۱. یو ګېلاس اوبه وایشوئ،
۲. یوه کاچوغه میده شوی لونګ په کې واچوئ،
۳. له ۵ څخه تر ۱۰ دقېقو پورې يي وایشوئ،
۴. دغه چای وڅښئ یا د ورځې په جریان کې دوه ځلي يي د ماوت واش په توګه وکاروئ.

۳. لیمو

لیمو هم د مېکروب او باکتریا ضد ځانګړنې له امله د خولې ناوړه بوی له منځه وړي. لیمو همداراز شته باکتریاوې وژني او اغېز يي له منځه وړي. له همدې امله، که غواړئ د خولې ناوړه بوی څخه خلاصون ومومئ، نو لیمو وازمویئ.

لارښوونې:

۱. یو ګېلاس اوبو کې د یو دانه لیمو اوبه اضافه کړئ،
۲. د خپلې خولې باکتریاوې وژلو لپاره، په دغه اوبه خپله خوله ووینځئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون