لوبې

غوره توپ وهنه؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د افغانستان توپ وهنه پای ته ورسېده او غوره توپ وهنې په مرسته يي ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان لپاره نن یو ځل بیا حضرت الله ځاځی او رحمن الله ګربز توپ وهنه پیل کړه. دواړو لوبغاړو ورو خو د ۵۷ منډو ملګرتیا وکړه چې دغه ملګرتیا بیا د لوبې نهم اور کې د حضرت الله ځاځی سوځېدو سره پای ته ورسېده. د لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته له ځانګړی ځنډ پرته د اصغر افغان غلطې پرېکړې له امله رحمن الله ګربز هم رن اوټ شو.

دوو مهمو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د اصغر افغان او محمد نبي غوره ملګرتیا افغانستان له ستونزمنو حالاتو وژغورله او وروستیو اورونو کې د نجیب الله ځدران او ګلبدین نایب شپږیزې د لوړ هدف ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

افغانستان د غوره توپ وهنې پایله کې د ټاکل شوو شلو اورونو پای ته ورسېدو سره څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو څخه وروسته ۱۸۴ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره اصغر افغان په ۲۸ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۹، رحمن الله ګربز په ۳۰ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۳۵، حضرت الله ځاځی په ۳۳ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۸ او محمد نبي په ۱۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۷ منډې جوړې کړې.

نجیب الله ځدران په ۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۶ او ګلبدین نایب په ۴ توپونو د دوو شپږیزو په مرسته ۱۳ منډو جوړولو سره ناسوځېدلي پاتې شول.

ایرلینډ لپاره رانکېن، یانګ او ډېلني یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون