لوبې

استرالیا د سویلي افریقا له لوري کلین سویپ شو

د استرالیا او سویلي افریقا ترمنځ وروستۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه هم د سویلي افریقا سترې بریا سره پای ته ورسېده او په دې ډول استرالیا یوې ورځنیو لوبو دغې لړۍ کې کلین سویپ شو.

د لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

استرالیا ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لبوسچانې غوره توپ وهنې او سلیزې په مرسته ۲۵۴ منډې جوړې کړې.

استرالیا لپاره لبوسچانې په ۱۰۸ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو.

سویلي افریقا لپاره نورتژې او سمټس دوه دوه او ډوپاوېلن او فېلوکوایو یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې سویلي افریقا د ځینو لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۴۵٫۳ اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۸ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي په شپږو وېکېټو وګټله. د یوې ورځنیو لوبو دغې لړۍ لومړۍ او دوهمه لوبه هم سویلي افریقا ګټلې وه.

سویلي افریقا لپاره سمټس په ۹۸ توپونو د دولسو څلوریو په مرسته ۸۴، کلاسن په ۶۳ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۸ ناسوځېدلې منډې او وېرییني په ۵۰ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

استرالیا لپاره هذلووډ ۲ او رېچرډسن او زامپا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون