لوبې

افغانستان دوهمه شل اوریزه لوبه هم وګټله

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې ایرلینډ له افغانستان څخه په ۲۱ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د غوره توپ وهنې په مرسته ۱۸۴ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته يي د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د توپ وهنې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

غوره توپ وهنه؛ افغانستان ایرلینډ ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه

ځوابي توپ وهنې کې ایرلینډ لپاره پاول سټرلېنګ او کېون اوبراین توپ وهنه پیل کړه، خو د ملګرتیا په جوړولو بریالي نشول. له برلبرني پرته د ایرلینډ ټولو توپ وهونکو کمزورې لوبه وکړه او د سترې ملګرتیا په جوړولو بریالي نه شول.

ټاکل شوو شلو اورونو پای ته رسېدو سره ایرلینډ خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې او دغې لوبې بایللو سره يي د شل اوریزو لوبو دغه لړۍ هم وبایلله.

ایرلینډ لپاره بلبرني په ۳۵ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶ او ټکټر په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن ۳ او شاپور ځدران، ګلبدین نایب او راشد خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

مجیب الرحمن خپل ۴ اورونو کې ۳۸، شاپور ځدران خپل ۴ اورونو کې ۲۵، کریم جنت خپل ۳ اورونو کې ۳۲، ګلبدین نایب خپل ۲ اورونو کې ۲۲، محمد نبي خپل ۳ اورونو کې ۱۸ او راشد خان خپل ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون