لوبې

د نوین او قیس ۶ وېکېټې؛ ایرلینډ د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه

همدا اوس د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ وروستۍ شل اوریزه لوبه روانه ده. شیبه وړاندې د ایرلینډ توپ وهنه پای ته ورسېده او افغانستان ته يي د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه ایرلینډ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلینډ ته نن بیا هم پاول سټرلېنګ او کېون اوبراین توپ وهنه پیل کړه، خو نوین الحق د لوبې د پیل په شیبو کې دوه مهمې وېکېټې اخیستلو سره ایرلینډ ته د ملګرتیا جوړولو اجازه ورنکړه.

دوو مهمو وېکېټو له لاسه ورکولو څخه وروسته کېون اوبراین او ډېلني د ایرلینډ لپاره د ۶۲ منډو غوره ملګرتیا جوړه کړه چې قیس احمد د کېون اوبراین سوځولو سره دغه ملګرتیا ته د پای ټکی کېښود او ورسره د ایرلینډ د پرلپسې وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ هم پیل شوه.

ایرلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډېلني، ټکټر او کېون اوبراین توپ وهنې په مرسته ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ لپاره ډېلني په ۲۹ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۷، ټکټر په ۲۲ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۳۱ او کېون اوبراین په ۲۱ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۶ منډو جوړولو سره تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

افغانستان لپاره قیس احمد چې ملي لوبډلې لپاره يي دا لومړنۍ نړیواله شل اوریزه لوبه وه او نوین الحق تر ټولو بریالۍ توپ اچونه وکړه. قیس احمد او نوین الحق درې درې او مجیب الرحمن او راشد خان یوه یوه وېکېټه واخیسته.

نوین الحق په ۴ اورونو کې ۲۱، مجیب الرحمن خپل ۴ اورونو کې ۳۲، کریم جنت خپل ۲ اورونو کې ۱۷، قیس احمد خپل ۴ اورونو کې ۲۵، راشد خان خپل ۴ اورونو کې ۲۴ او ګلبدین نایب خپل ۲ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې.

تر لنډې دمې وروسته به افغانستان توپ وهنه پیل کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون