لوبې

د اصغر افغان ورو توپ وهنه د افغانستان د ماتې لامل شوه

شیبه وړاندې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ وروستۍ نړیواله شل اوریزه لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې ایرلینډ په سوپر اور کې افغانستان ماتې ورکړه.

د لوبې پچه ایرلینډ وګټله او توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

ایرلینډ ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د توپ اچونې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

د نوین او قیس ۶ وېکېټې؛ ایرلینډ د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه

ځوابي توپ وهنې کې افغانستان لپاره رحمن الله ګربز او عثمان غني توپ وهنه پیل کړه او د ۶۰ منډو چټکې ملګرتیا په جوړولو بریالي شول، خو د رحمن الله ګربز تر سوځېدو وروسته د افغانستان د وېکېټو له لاسه ورکولو لړۍ پیل شوه او لوبه د ایرلینډ په واک کې شوه.

په ځانګړی ډول د لوبو وروستیو اورونو کې د اصغر افغان کمزورې او ورو توپ وهنه د افغانستان ماتې یقیني کړه، خو راشد خان چټکې توپ وهنې سره دغه لوبه مساوي کړه او د لوبې پایله سوپر اور ته پاتې شوه.

افغانستان ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې د رحمن الله ګربز غوره او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۴۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره رحمن الله ګربز په ۲۹ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۲ منډو جوړولو سره غوره لوبه وکړه. د لوبې وروستیو شیبو کې راشد خان هم په یوازې ۶ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۱۴ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره غوره لوبه وکړه.

ایرلینډ لپاره ډېلني او سیمي سېنګ دوه دوه او مک کارتې، لېټل او یانګ یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سوپر اور کې د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز او محمد نبي توپ وهنه وکړه خو ښه ونه ځلېدل او په شپږو توپونو يي یوازې ۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته يي د ۹ منډو هدف وټاکه.

افغانستان لپاره راشد خان د توپ اچونې لپاره انتخاب شو او ایرلینډ لپاره پاول سټرلېنګ او کېون اوبراین توپ وهنه پیل کړه. که څه هم په درېیم بال پاول سټرلینګ د یوې څلوریزې تر وهلو وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه خو کېون اوبراین په وروستی بال شپږیزې وهلو سره دغه لوبه د خپلې لوبډلې په بریا پای ته ورسوله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون