روغتيا او ژوند

قبض ناروغۍ درملنې لپاره د زیتون تېلو د کارولو اسانه طریقې

قبض ناروغۍ د هاضمې سیستم یو له تر ټولو عامو روغتیايي ستونزو څخه ده، چې هر څوک پرې اخته کېدلی شي. دغه روغتیايي ستونزه انسان په یو شمېر نورو عادي او پېچلو ناروغیو هم اخته کولی شي چې له همدې امله پر وخت او اغېزمنه درملنه يي ډېر زیات مهم دی.

د فزیکي فعالیتونو نشتوالی، په بدن کې د فایبر کمښت، د درملو ځینې ډولونه، په بدن کې د اوبو کمښت او له اندازې ډېر کلسیم کارول د قبض ناروغۍ تر ټولو عامو لاملونو څخه دي.

قبض ناروغۍ لپاره د زیتون د تېل ګټې

  • د زیتون تېل د تخلیه کوونکی رول لوبوي. د زیتون تېل د کولمو غوړولو کې مرسته کوي، او فضله موادو لپاره اړین لندبل وړاندې کوي او په دې ډول کولمو کې د فضله موادو حرکت اسانه کوي،
  • د زیتون تېل د هاضمې په سیستم کې د انزایمونو تولید زیاتولو کې مرسته کوي،
  • د زیتون تېل د صفرا کیسې سره اضافي صفرا ترشح کولو کې مرسته کوي، کوم چې د غوړ او خوړو په هضم کې مرسته کوي.

د کارولو طریقې

۱. د زیتون تېل
یوازې د زیتون تېل کارول د قبض د ناروغۍ د درملنې تر ټولو اسانه لاره ده. دغه کورنۍ درملنه دغې روغتیايي ستونزې اوارولو کې مو د پام وړ مرسته کولی شي.

اړین توکي:
۱ – ۲ کاچوغې د زیتون خالص تېل

طریقه:
۱. سهار په نهاره ۱ – ۲ کاچوغې د زیتون تېل وکارئ،
۲. د زیتون تېل کارولو څخه وروسته لږ تر لږه یو ساعت پورې اوبه مه څښئ،
۳. دغې کړنلارې ته تر هغې پورې چې روغ شوي نه یاست ادامه ورکړئ.

۲. د زیتون تېل له هوږې او تور مرچ سره
دغې پروسې پایله کې یوه خمیره ترلاسه کېږي. دغه خمیره په غوښه او فایبر لرونکو سبزیجاتو په سلاد وهلی او کارولی شئ.

اړین توکي
۲ – ۳ کاچوغې د کورکمن پوډر
۱ کاچوغه د زیتون تېل
۱ پلۍ هوږه (میده شوې)
یوه چونډۍ تور مرچ

طریقه:
۱. دغه ټول توکي سره یو ځای کړئ،
۲. ښه يي سره ګډ کړئ،
۳. یخچال کې يي یوې هوا نه لرونکي لوښي کې وساتئ.

۳. د زیتون تېل او لیمو
لیمو د تېزاب غوره سرچینه ده او کولمو کې د موادو لېږد اسانه کوي. د زیتون تېل سره د لیمو ګډول د کولمو وچوالي څخه مخنیوی کوي او په اسانۍ سره د فضله موادو خارجولو کې مرسته کوي.

اړین توکي:
یوه کاچوغه د زیتون تېل
یوه کاچوغه د لیمو اوبه

طریقه:
۱. د زیتون تېل د لیمو اوبو سره ګډ کړئ،
۲. له ویده کېدو وړاندې يي وکاروئ،
۳. هره ورځ يي تکرار کړئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون