پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

اسلام اباد کې د پاکستان د هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد په یوې ځنګلې سېمه کې د دغه هېواد د هوایي ځواک اړوند یوه نظامي الوتکه را نسکوره شوې او یو پېلوټ پکې وژل شوی.

پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې پر یوه ځنګلي سیمه د F-16 ډوله جټ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې یو پیلوټ مړ شوی دی.

په دې اړه د پاکستان د هوايي ځواک په اعلامیه کې ویل شوي، د دې پېښې په پایله کې نورو خلکو ته تلفات او ملکیتونو ته زیان نه دی اوښتی.

اعلامیه وايي، د امریکا ساخت دغې الوتکې د پاکستان د ورځې د لمانځنې په درشل کې چې د مارچ ۲۳مې ته پلان شوي، په تمریناتي الوتکو کې برخه اخیستې وه.

له پيښې سمدستې وروسته د پاکستان پوځ او پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې او هغه سړکونه یې بند کړي، چې دغې ساحې ته غزېدلي دي.

د دغې الوتکې په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې ظاهراً پیلوټ پر الوتکې کنټرول بايلي، وروسته پر شکارپریان غونډۍ نسکوره کېږي او اور اخلي خو بیا هم هوايي ځواک وايي د الوتکې د نسکورېدو د علت په اړه څېړنه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون