افغانستان سلايډ (فيچر)

قطر ته د افغان حکومت تللی پلاوی بېرته تش لاس کابل ته را ستون شو

حکومتي سرچینې وايي، دوحې ته د حكومت لخوا استول شوى پلاوى هلته د کابو دوو اونیو وخت تېرولو وروسته هم د طالب استازو سره په لیدنه نه دی توانېدلی.

سرچینې زیاتوي، چې دغه پلاوي افغان سوله كې د ښکیلو هيوادونو له استازو سره له كتلو وروسته بېرته کابل ته راغلی خو طالبانو سره يې نه دي لیدلي.

ټاکل شوې ده راتلونکی پلاوی به د ملي امنیت شورا دفتر په همغږۍ او د بین الافغاني خبرو په موخه دوحې ته سفر وکړي.

دوحې ته د حکومت لخوا دا پلاوی داسې مهال واستول شو، چې د دوحې ښار په شیراټن هوټل کې د نړۍ د کابو ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو سربېره د طالبانو میلمنو او ګڼ شمېر غړو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په مراسمو کې د ګډون لپاره بلل شوي ول.

خو طالبانو او امریکایي استازو هغه مهال دا خبره رد کړه، چې دوی دې په دې مراسمو کې افغان حکومت ته بلنه ورکړې وي.

همداراز وروسته په رسنیو کې د دې پلاوي د سفر موخه د بندیانو د تبادلې او د مارچ پر لسمه نېټه د بین الافغاني خبرو د څرنګوالي په تړاو له طالب استازو سره مخامخ خبرې وښودل شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي خلیلزاد هم تېره ورځ په یوه مرکه کې د دې پلاوي د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې طالبانو لا هم له دې پلاوي سره له لیدنې انکاري دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون