روغتيا او ژوند لوبې

د کورونا له وېرې ای پي اېل او د کرېکټ نورې لوبې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي

کورونا ویروس له ټولو اټکلونو خلاف په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او د ټولې نړۍ روغتیا، اقتصاد، ټکنالوژي، لوبې او نورې برخې يي اغېزمن کړي.

په پیل کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی و چې دغه ویروس به له چین څخه بهر نشي او دغه برخه کې يي د چین هېواد هڅې هم ستایلې وې، خو اوس دغه سازمان هم کورونا ویروس «نړیواله وبا» اعلان کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان له وړاندې څخه د دغه ویروس مخنیوی لپاره یو شمېر لارښوونې کړي چې په کې یو بل سره لاس نه ورکول، په منظمه توګه له هر کار څخه وړاندې او وروسته په صابون د لاسونو وینځل، ګڼه ګوڼې څخه مخنیوی او نور په کې شامل دي.

له همدې امله، د دغه ویروس د خپرېدو څخه مخنیوی په موخه په پیل کې د کرېکټ نړیواله شورا اعلان وکړه چې لوبغاړي باید له لوبې څخه وړاندې یو بل ته لاس ورنکړي.

خو اوس ځینو هېوادونو اعلان وکړ چې د کرېکټ لوبې به تشو میدانونو کې له نندارچیانو پرته ترسره کوي. تېره ورځ پاکستان سوپر لیګ هم اعلان وکړ چې پاتې لوبې به له نندارچیانو پرته ترسره شي. له دې سربېره، د هندوستان او سویلي افریقا پاتې دوه نړیوالې یوې ورځنۍ لوبې او د استرالیا او نیوزیلینډ لوبې هم له نندارچیانو پرته ترسره کېږي.

د هندوستان د روغتیا وزارت د انډین پرېمیر لیګ چارواکو ته د کورونا ویروس له امله د دغه لیګ د فسخه کولو مشوره ورکړې، خو ډېر امکان لري چې د انډین پرېمیر لیګ راتلونکی پړاو هم د نندارچیانو پرته د تړلو دروازو ترشا ترسره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون