لوبې

انډین پرېمیر لیګ د کورونا ویروس له امله وځنډول شو

وروسته له هغې چې د روغتیا نړیوال سازمان کورونا ویروس «نړیواله وبا» وبلله، د هندوستان کرېکټ بورډ د انډین پرېمیر لیګ د ځنډولو پرېکړه وکړه.

په پیل کې اټکل کېده چې انډین پرېمیر لیګ لوبې به هم د کرېکټ ځینو نورو لوبو په څېر د بندو دروازو ترشا  او لوبغالی کې له نندارچیانو پرته ترسره شي، خو اوس هندوستان د دغو لوبو د ځنډولو پرېکړه کړې.

ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د مارچ په ۲۹مه پیل شي، خو د وروستۍ پرېکړې څخه وروسته د انډین پرېمیر لیګ د راتلونکې پړاو پیل د اپرېل ۱۵مې ته ځنډول شوی دی.

د هندوستان کرېکټ بورډ مشر ساورف ګنګولي او نور لوړ پوړي چارواکي وايي چې د هندوستان د حکومت د مختلفو څانګو په مشوره د کورونا ویروس د خپرېدو څخه د مخنیوي په موخه يي دغه پرېکړه کړې. له دې وړاندې د هندوستان د عامې روغتیا وزارت هم د دغه هېواد د کرېکټ بورډ چارواکو ته د دغو سیالیو د نه ترسره کولو مشوره ورکړې وه.

د کورونا ویروس له امله به دا ځل انډین پرېمیر لیګ ډېر محدود او اکثره لوبې به يي د بندو دروازو ترشا ترسره شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون