لوبې

بهرنیو لوبغاړو د کورونا له وېرې د پاکستان سوپر لیګ پرېښودلو پرېکړه وکړه

که څه هم د پاکستان سوپر لیګ ډېرې او مهمې لوبې پاتې دي، خو دغه لیګ کې لوبېدونکو لوبغاړو د پاکستان پرېښودلو او بېرته خپلو هېوادونو ته د ستنېدو پرېکړه کړې.

د راپورونو پر بنسټ، بهرنیو لوبغاړو د کورونا ویروس له وېرې دغه پرېکړه کړې او ډېر ژر به خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د یادونې ده چې پاکستان کې هم د نورو هېوادونو په څېر کورونا ویروس په خپرېدو دی او تر دې دمه دغه هېواد کې د کورونا ۲۱ رسمي پېښې ثبت شوي.

له همدې امله تر دې دمه لس بهرني لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ او پاکستان پرېښودلو پرېکړه کړې.

دغو کسانو کې تر ټولو ډېر د پېښور زلمي د لوبډلې لوبغاړي دي چې لیام لېونګسټن، لیام ډاسن، ټام بېنټن، کارلوس براتویت، لوېس ګرېګوري او چېمز فوسټر چې د دغې لوبډلې روزونکی دی شامل دي.

له دې سربېره، د ملتان سلطانز لوبډلې رایلي روسو او جېمز وېنس، د کراچي کېنګز لوبډلې الېکس هېلز او د کوېټه ګلډییټرز لوبډلې جېسن رای او ټمل مېلز هم دغه لیګ پرېښودونکو لوبغاړو کې شامل دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون