روغتيا او ژوند

د کولېسټرول دغو لاملونو څخه ځان ساتنه مو ژوند ژغورلی شي

کولېسټرول مختلف لاملونه لري، چې کورنۍ کې د دغې ناروغۍ تاریخ، عمر، جنسیت او هغه څه چې په ورځنۍ ډول يي خورئ شامل دي. دلته مو د دغې ناروغۍ له ځینو تر ټولو سترو لاملونو سره اشنا کوو چې ځان ترې ساتل مو له دغې ناروغۍ څخه ژغورلی شي.

۱- سګرېټ څښل

دا باید حیرانوونکی نه وي چې سګرېټ څښل په روغتیا ډېره ناوړه اغېز لري او د سرطان په ګډون انسان په بې شمېره ناروغیو اخته کوي. خو ایا پوهېدئ چې سګرېټ څښل په بدن کې د وینې د ګټور غوړ کچه ټیټوي او د وینې رګونه زیانمنوي. په پایله کې، د وینې رګونو کې غوټې رامنځته کوي او د وینې رګونه بندوي.

۲- ورځنۍ خواړه

په ورځنۍ ډوله ډېر حیواني غوړ کارول هم د کولېسټرول له سترو لاملونو څخه دی.  د غويي غوښه، هګۍ، کوچ او ځینې نور په زیاته کچه حیواني یا مشبوع شوی غوړ لري. د غوړ دغه مضر ډول په یو شمېر نورو خوړو کې هم موجود وي.

کولېسټرول سره مبارزې او په دغې ناروغۍ نه اخته کېدو لپاره، حبوبات، تازه مېوې او سبزیجات خپل د ورځنۍ خواړه مهمه برخه وګرځوئ. له دې سربېره، که امکان لري د سرې غوښې پر ځای زړه ته ګټور د کبانو غوښه وکاروئ. د کبانو غوښه اومیګا-۳ لري چې د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی.

۳- عمر

د عمر زیاتېدو سره په کولېسټرول د اخته کېدو خطر هم زیاتېږي. له شل کلنۍ څخه وروسته د کولېسټرول د کچې لوړېدل پیلېږي. په نارینه کې په پنځوس کلنۍ کې د کولېسټرول کچه ډېر زیات لوړېږي خو په مېرمنو کې بیا تر شنډ کېدو پورې دغه خطر دومره ډېر نه وي.

۴- اضافي وزن

اضافي وزن په کولېسټرول اخته کېدو کې مهم رول لوبوي. دا له دې امله دی چې، اضافي وزن زیاتېدو سره په بدن کې ترای ګلیسیرید زیاتېږي او د ګټور کولېسټرل یا HDL کچه ټیټېږي.

۵- د فعالیت کچه

فزیکي فعالیت نه لرل په بدن کې د ناوړه کولېسټرول یا LDL کچه لوړوي. که غواړئ په کولېسټرول اخته نشئ، نو په ورځنۍ ډول ځانګړې اندازه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون