روغتيا او ژوند

د لومړۍ ځل لپاره په انسانانو د کورونا د واکسین ازموینه پیل شوه

له اوږد ځنډو او په ۱۵۰ هېوادونو کې تر خپرېدو وروسته د لومړۍ ځل لپاره د نوی کورونا ویروس له امله رامنځته کېدونکې ناروغۍ، کوېډ ۱۹، د واکسین ازموینه پیل شوه. دا لومړی ځل دی چې دغه واکسین په انسانانو ازمویل کېږي.

تېره ورځ امریکا خبر ورکړ چې د کورونا ویروس د واکسین ازمایښتي پړاو پیلوي او هغه کسان چې په خپله خوښه دغې پروسې ته حاضر شوي وي واکسین کوي.

دا په تاریخ کې لومړۍ ځل دی چې په دومره چټکۍ سره د یو واکسین د ازموینې پړاو پیلېږي.

که څه هم عامو خلکو ته د دغه واکسین رسېدل به ډېر وخت ونیسي، خو له ازموینو څخه يي موخه د دې څرګندول دي چې ایا دغه واکسین انسانانو لپاره خوندي دی او که نه. که چېرې دغه واکسین خوندي او ګټور ثابت شي نو نژدې راتلونکي کې به زیات شمېر نور کسان هم واکسین شي او طبي معاینات به څرګنده کړي چې دغه واکسین د کورونا په وړاندې څومره اغېزمن ثابتېږي.

د امریکا د National Institutes of Health Infectious Diseases مشر انتوني فیوسي وايي چې د واکسین دغه ازموینې به لږ تر لږه ۱۲ – ۱۸ میاشتې وخت ونیسي او له هغې وروسته به يي خوندیتوب او اغېزمنتوب ثابت شي.

دغه واکسین اوسمهال د امریکا په واشنګټن کې په ۴۵ هغو کسانو چې ۱۸ – ۵۵ کاله عمر لري ازمویل کېږي. د یادونې ده چې دغه ټول کسان په بشپړه توګه روغ دي او کورونا هم نه لري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون