روغتيا او ژوند

څنګه د کورونا ویروس په وړاندې خپل د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کولی شو؟

کورونا ویروس په چټکۍ سره مختلفو هېوادونو کې د خپرېدو په حال کې دی چې تر دې دمه يي له ۷۰۰۰ څخه زیات کسان وژلي او له ۱۸۰۰۰۰ څخه ډېر کسان پرې اخته دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم دغه ویروس «نړیواله وبا» وبلله او له امله يي مختلفو هېوادونو کې ښوونځي، پوهنتونه، جوماتونه او تفریحي ځایونه تړل شوي.

اوس د هر کس په ذهن کې یوه پوښتنه وي، هغه دا چې څنګه د دغه ویروس مخه نیولی شو او ځان او د خپلې کورنۍ غړي او ملګري ترې ژغورلی شو؟

دغې پوښتنې په ځواب کې د روغتیا نړیوال سازمان ځینې احتیاطي تدابیر معرفي کړي، چې د روغتیايي کارپوهانو په باور په دغه ویروس د اخته کېدو مخه نیولی شي. دغو وقایوي تدابیرو لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دغه کړنې ترسره کړئ

له دې سربېره د خپل بدن دفاعي سیستم پیاوړی کول د کورونا ویروس په مخنیوی کې ډېر مهم رول لوبوي. روغتیايي کارپوهانو او چېنايي ډاکټران هم وايي چې هغه کسان چې د عمر زیاتوالي یا نورو لاملونو له امله يي د دبدن دفاعي سیستم کمزوری وي اسانۍ سره په دغه ویروس اخته کېږي.

له همدې امله دلته مو له یو شمېر هغو کړنو او اقداماتو سره چې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو په وړاندې يي مقاومت زیاتوي اشنا کوو:

ذهني فشار لږ کړئ

اکثره خلک د کورونا ویروس خپرېدو او له امله يي رامنځته شوې اقتصادي او ټولنیز بحران له امله سخت ذهني فشار سره مخ دي. باید په یاد ولرئ چې ذهني فشار د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او په تنفسي ناروغیو د اخته کېدو خطر زیاتوي.

ذهني فشار کمولو لپاره له ټولنیزو رسنیو او ټولو هغو څیزونو څخه چې ستاسې د ذهني فشار لامل ګرځي ځان لرې وساتئ. ورزش هم دغه برخه کې د پام وړ مرسته کولی شي.

ارامه خوب

د بدن دفاعي سیستم د کورونا نوي ویروس په وړاندې مبارزې لپاره کافي اندازه خوب ته اړتیا لري. که خوب مو پوره نه وي، بدن مو د ناروغیو په وړاندې مبارزه نشي کولی. یوې څېړنې هم ثابته کړې چې هغه خلک چې کافي اندازه خوب نه کوي د نورو په پرتله ډېر په ویروسونو د اخته کېدو خطر سره مخ وي.

څیړونکي په دې باور دي چې کافي اندازه خوب د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کولو لپاره ډېر زیات مهم دی. له همدې امله د شپې پر وخت ویده شئ او هره شپه لږ تر لږه شپږ ساعته خوب کول خپل عادت وګرځوئ.

د بدن د وېټامین ډي کچه

څېړونو ثابته کړې چې په بدن کې د وېټامین ډي کچه او د وېټامین ډي درمل کارول بدن سره د تنفسي ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ مرسته کوي. خو په یاد ولرئ چې وېټامین ډي درمل کارولو څخه وړاندې خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

کب او شیدې چې د وېټامین ډي غوره سرچینې دي په بدن کې د وېټامین ډي اندازې زیاتولو سره د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي او په ناروغیو او ویروسونو د اخته کېدو مخه نیسي.

نشه‌يي توکي مه کاروئ

په دې ټول پوهېږي چې نشه‌یي توکي د انسان په روغتیا ډېره ناوړه اغېز کوي او د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي. له همدې امله هغه کسان چې نشه‌یي توکي کاروي د نورو خلکو په پرتله په اسانۍ سره په مختلفو ناروغیو او ویروسونو اخته کېږي.

صحي او مناسبه خواړه

صحي خواړه او ورزش د بدن دفاعي سیستم په پیاوړی کولو کې مهم رول لوبوي. څیړونکي وايي چې په ورځنۍ ډول کافي اندازه وېټامین سي لرونکي خواړه، اوبه، مېوه او سبزیجات کارول د کورونا سربېره د بې شمېره نورو ناروغیو څخه مو هم ژغورلی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون