سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

چین کرونا ته د ټرمپ لخوا د «چینايي وایروس»نامه کارونې غوسه کړي

کرونا وايروس په اړه د امريکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنجالي څرګندونو په لړ کې دا ځل دغه وایروس ته د «چینايي وايروس» نامه کارونې د چین سخته غوسه را پارولې.

ټرمپ تېره ورځ پر خپل ټويټر د کرونا په اړه په خپل یوه پيغام کې ويلي وو، چې : «موږ له ټولو هغو شرکتونو سره مرسته کوو، چې د چينايي وايروس له امله زيانمن شوي، لکه هوايي کرښې او نور شرکتونه…»

د ټرمپ لخوا د کرونا «چينايي وايروس» بللو په ټولنيزو شبکو کې د چنیایانو پراخ غبرګونونه راپارولي او د نوموړي څارونکو  هغه پر توکمپالنې تورن کړی دی.

د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، ټرمپ د وژونکې وبا څخه ناوړه استفاده کوي، تر څو د چين پر لور منفي اشارې ولېږدوي.

په ورته وخت کې ټرمپ د کرونا ويروس د پای ته رسېدو نېټه هم روښانه کړې او ويلي يې دي، چې دا ويروس به د جولايي او اګسټ مياشت پورې ختم شي.

چین چې اوس په نړیواله کچه د کرونا وایروس د پیدا کېدو د لومړني هېواد په توګه پېژندل کېږي، هڅه کوي چې له ځانه دا نوم واړوي او څېړنو یې هم ثابته کړې، چې دا وایروس آن تېر کال لا په امریکا کې تثبیت شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون