روغتيا او ژوند

هره ورځ نیم ساعت قدم وهل بدن کې د دغو بدلونونو لامل ګرځي

قدم وهل د غوره روغتیا تر ټولو اسانه لار ده. هره ورځ ۳۰ دقېقې چټک قدم وهل اضافي وزن کموي او د یو شمېر ناروغیو لکه ژور خپګان، شکرې، د زړه ناروغۍ او داسې نورو مخه نیسي. که غواړئ غوره روغتیا ولرئ او د مختلفو عادي او وژونکو ناروغیو مخه ونیسئ، هره ورځ چټک قدم وهل خپل عادت وګرځوئ.

دلته مو د قدم وهلو ځینو مهمو روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي

هره ورځ قدم وهل د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي. وروستیو څیړنو ثابته کړې چې هره ورځ ورزش کول په عامو او موسمي ناروغیو د اخته کېدو خطر کې د پام وړ کمښت لامل ګرځي.

ډاکټران هم په دې باور دي چې په ورځنۍ ډول ورزش کول په بدن کې هغه حجرات چې ناوړه باکتریا په نښه او له منځه وړي پیاوړي کوي او په دې ډول په مختلفو ناروغیو د اخته کېدو خطر کموي. دغې ګټې ترلاسه کولو لپاره باید هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ چټک قدم ووهل شي.

۲- د زړه روغتیا غوره کوي

قدم وهل د زړه په روغتیا هم مثبت اغېز لري. ایرلینډي ساینسپوهانو راپور ورکړی چې قدم وهل هغو کسانو لپاره چې ډېر فزیکي فعالیت نه لري تر ټولو غوره ورزش دی او د وینې د رګونو او زړه د ناروغیو خطر کموي.

یوې بلې څېړنه چې Journal of American Geriatrics Society کې خپره شوې ثابته کړې چې هغو ۶۵ کاله عمر لرونکو کې چې په اوونۍ کې ۴ ساعته قدم وهي د زړه په ناروغیو د اخته کېدو خطر ډېر لږ وي.

له همدې امله که غواړئ روغ زړه ولرئ نو هره ورځ لږ تر لږه ۳۰ دقېقې چټک قدم وهل خپل عادت وګرځوئ. د یادونې ده چې ډېر عمر لرونکو ته یوې اوونۍ کې په مجموعي ډول ۴ ساعته قدم وهل هم کافي ده.

۳- دماغي زوال څخه مخنیوی کوي

عمر زیاتېدو سره د انسان دماغ هم اغېزمن کېږي او د دماغي زوال په څېر ناروغیو خطر زیاتېږي. دماغي زوال په څېر ناروغۍ د انسان په ژوند ژور ناوړه اغېز لرلی شي. له همدې امله، له دې وړاندې چې مو صحت خراب شي، قدم وهل پیل کړئ. فزیکي فعالیت د پېژندنې اختلالات درملوي او په دماغو کې د خړې مادې تولید زیاتوي.

۴- د وینې فشار تنظیموي

قدم وهل د وینې لوړ فشار ټیټولو کې هم مرسته کوي. د جاپان د وکایا طبي کالج څېړونکو له لوري ترسره شوې څېړنې ثابته کړه چې په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم وهل د وینې فشار ټیټ او تنفسي سیستم غوره کوي. که په ورځنۍ ډول ۱۰۰۰۰ قدم نشئ وهلی، هره ورځ ۶۰ دقېقې قدم وهل هم د وینې فشار نورمال ساتلو کې د پام وړ مرسته کوي.

۵- ذهني فشار کموي

دې ورځو کې ذهني فشار یوه عامه ستونزه ده، خو قدم وهل دغه ستونزه په طبیعي او وړیا ډول اوارولی شي. څېړنو ښودلې چې هره ورځ ۲۰ – ۳۰ دقېقې چټک قدم وهل ذهني فشار کموي.

۶- اضافي وزن کموي

د قدم وهلو یو له ښکاره ګټو څخه د اضافي وزن کمول دي. اضافي وزن انسان په زیاتو نورو ناروغیو اخته کوي، خو هره ورځ ۳۰ – ۴۵ دقېقې چټک قدم وهل د نورو بې شمېره روغتیايي ګټو سربېره اضافي وزن هم کموي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون