افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا: افغان حکومت باید ژر ترژره خپل اختلافات ختم او سولې ته کار وکړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي پيغام کې پر ارګ د وروستیو ناندریو د ختمولو او سولې لپاره د رامنځته شوي فرصت په درشل کې د ګډ کار  غږ کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت  ویلي، په داسې وخت کې چې کورونا وېروس په ګرده نړۍ کې په خپرېدو دی، افغان مشران باید اوس خپلو خلکو ته د سیاست په پرتله سولې ته تر بل هر وخت ډېر لومړیتوب ورکړي.

تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي لمریز کال (۱۳۹۹) په پیغام کې ویلي وو، تر ټولو غوره ډالۍ چې افغان مشران یې د نوي کال په تړاو خپلو خلکو ته ورکولی شي، دا ده چې د یوه ټول‌ګډوني حکومت جوړولو لپاره سره یوې هوکړې ته ورسېږي، سیاسي کړکېچ پای ته ورسوي او د سولې لپاره له برابر شوي تاریخي فرصته ګټه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي: «اوس یې وخت دی چې افغانان جوړجاړی وکړي، خپلمنځي اختلافات لرې کړي او هغه سیاسي کړکېچ هوار کړي‌ چې د ټولټاکنو او د دوو تحلیف-غونډو نه رامنځته شوی.»

د خلیلزاد په ټوېټونو کې دا هم راغلي چې: «د سولې له تاریخي فرصت نه د ګټې اخیستنې لپاره اړین ګامونه واخلي؛ د کورونا وېروس د وبا د قابو کولو او ترېنه د خلکو د ساتنې لپاره، په ګډه، د طالبانو په ګډون، کار وکړي.»

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د بندیانو د خلاصون موضوع هم د جدي پاملرنې وړ بللې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون