پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

ايران کې پر کرونا اخته افغان کډوالو ته د درملنې اجازه نه ورکول کيږي

په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او پر کرونا وایروس د اخته ناروغانو د شړلو، وژلو په لړ کې اوس داسې راپورونه ورکول شوي، چې پر کرونا اخته افغان ناروغانو ته د دغه هېواد په روغتونو کې د درملنې اجازه نه ورکول کېږي.

ایران مېشتي افغان کډوال وايي، د دغه هېواد روغتونونه د افغان کډوالو درملنه نه کوي.

ایران کې د مسافرو او مېشتو افغان کډوالو د برخلیک او ستونزو په اړه د ارګ او سپيدار له لورې تر اوسه کوم غبرګون نه دی راغلی.

خو طالبانو وړمه ورځ د ایران له حکومته وغوښتل، چې د کرونا ويروس له امله باید له افغان کډوالو سره دوه ګونی چلند ونه شي.

ایران د کرونا وايروس د زیاتو مثبتو پېښو د شمېر له مخې په نړۍ کې د تر ټولو زیاتو زیانمنو شویو هېوادونو په کتار کې راځي.

د راپورونو له مخې د مارچ تر ۲۰نيټې پورې په ایران کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۴۰۰۰ ته رسېدلي او تر اوسه په کې ۱۲۳۷ تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

په ټولنيزو شبکو کې ایران مېشتو افغان کډوالو ويلي، دوی په ایران کې بند پاتې دي او له دوی سره داسې ظلمونه روان دي، چې د زکام له امله هم روغتون ته ولاړ شي، ډاکټر د زهرو ستن ورکوي او وژني يې.

په ایران کې د کابل حکومت سفير عبدالغفور لېوال ويلي، داسې راپورونه او شکايتونه دوی ته هم رسېدلي، خو لا هم دوی د داسې پېښو په کره والي نه دي توانيدلي او په دې اړه له ایراني چارواکو سره په اړيکه کې دي.

د یادونې ده، له ایرانه نږدې هره ورځ لس زره افغان کډوال را ایستل کېږي ، چې په را ستنېدلو سره یې افغانستان کې هم د مثبتو پېښو د زیاتوالي ویره شته.

تر دې مهاله په هرات سربېره ، چې له ایران سره پر پوله پروت دی، په ګڼو مرکزي، شمالي او جنوب لویديځو هېوادونو کې د کرونا وایروس څو مثبتې پيښې تثبیت شوې دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون