پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

عمران خان: په بحران او ستونزو کې تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ یو

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، چې د کرونا وایروس له امله دافغانستان سره د تړل شویو په اړه یې د خپل هیواد چارواکو ته امر کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک – چمن لار پرانیزي.

پاکستان په دې وروستیو ورځو کې د سپین بولدک – چمن او همداراز تورخم لارې د دې لپاره بندې کړې چې د کورونا وایرسو د خپرېدو له مخه ونیسي ، خو اوس په دې ناروغۍ تر افغانستان په پاکستان کې ډېر کسان اخته شوي دي.

عمران خان وویل، اسلام اباد به په نړۍ کې د کورونا وایرسو له خپرېدو سره سره د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده پر خپلو ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلي : «له کوویډ-۱۹ نړیوالې اوبا سره سره، موږ له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره مرستې ته ځان ژمن ګڼو. ما د چمن – سپین بولدک د پولې د پرانیستلو امر کړی او لارۍ مې پرېښودې چې افغانستان ته واوړي. په دې بحراني حالت کې، موږ له افغانستان سره ثابت ولاړ یوو.»

د راپورونو له مخې ، پاکستان تر اوسه د خپلو ۴۵۶ اتباعو د کرونا مثبتې پيښې تاییدې کړې او ویلي یې دي چې په دې وایرسو تر دې دمه دوه تنه مړه شوي دي خو په افغانستان کې تراوسه د ۲۲ تنو کورونا مثبته تشخیص شوې چې کابو ټول له ایران څخه راغلي افغانان دي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون