ټکنالوژي روغتيا او ژوند

ګوګل د کورونا ویروس لپاره ځانګړې وېب پاڼه وړاندې کړه

د نړۍ د ټکنالوژۍ پېژندل شوې کمپنۍ، ګوګل، د کورونا ویروس په وړاندې مبارزې لپاره ځانګړې معلوماتي وېب پاڼه جوړه کړې چې له لارې يي کاروونکي د دغه ویروس اړوند هر ډول معلوماتو ته لاس رسی لرلی شي.

ګوګل کمپنۍ وايي چې د دغې وېب پاڼې موخه له کورونا ویروس څخه مخنیوی، په اړه يي پوهاوی او خپلو سیمه‌ییزو سرچینو ته په اسانۍ سره لاس رسی لرل دي.

ګوګل کمپنۍ په دې اړه خپل رسمي بلاګ کې لیکلي: «معلوماتو ته د خلکو اړتیا په ډېرېدو دی، له همدې امله موږ کووېډ-۱۹ لپاره ځانګړې وېب پاڼه جوړه کړې چې له لارې يي کاروونکي د دغه ویروس په اړه هر ډول معلوماتو ته لاس رسی لرلی شي. دا به معلوماتو ته اسانه لاس رسی کې د پام وړ مرسته وکړي. موږ به دغې وېب پاڼې کې د وخت له تېرېدو سره نوي معلومات او حل لارې هم اضافه کړو.»

د google.com/covid19 وېب پاڼې پرانیستلو سره به تاسې ته د کورونا ویروس، نښې، د مخنیوي او درملنې لارې په اړه د معلوماتو یوه ځانګړې پاڼه پرانیستل شي. دغه پاڼه کې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري وړاندې شوي لارښوونې هم ځای پر ځای شوي دي.

د دغې پاڼې بله برخه له دغه ویروس څخه خوندیتوب او د مخنیوي لارې په اړه ده. دغه برخه کې پنځو هغو ټکو ته چې د کورونا ویروس مخه نیولی شي وړاندې شوي. له دې سربېره دغه برخه کې د CDC یوه وېډیو هم شته چې کور کې د COVID-19 د مدیریت کولو په اړه معلومات وړاندې کوي. د دغې وېډیو سربېره د روغتیا نړیوال سازمان او CDC نورې وېډیوګانې هم شته چې دغه برخه کې مو مرسته کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون