ټکنالوژي

شیاومي د لومړۍ ځل لپاره د ځیرکو موبایلونو درېیمه تر ټولو ستره کمپنۍ شوه

په دې وروستیو کې هواوې کمپنۍ د امریکا د بندیزونو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی او بې شمېره کاروونکي يي له لاسه ورکړي، خو د هواوې دغه ستونزمنو حالاتو څخه یوې بلې چېنایۍ کمپنۍ، شیاومي، ګټه پورته کړې او د لومړۍ ځل لپاره يي د ځیرکو موبایلونو برخه کې درېیم مقام خپل کړی.

د Strategy Analytics راپور پر بنسټ، شیاومي کمپنۍ د فبروري میاشت کې ۶ مېلیونه ځیرک موبایلونه پلورلي او په دې ډول هواوې کمپنۍ يي شاته پرېښې او درېیم مقام يي خپل کړی. د یادونې ده چې هندوستان د شیاومي تر ټولو ستر بازار دی او له څو کلونو راهیسې دغه هېواد کې تر ټولو ډېر ځیرک موبایلونه پلورونکې کمپنۍ ده.

له دې سربېره، شیاومي کمپنۍ په ټیټه بیه غوره او پیاوړي ځانګړنې لرونکي ځیرک موبایلونه وړاندې کوي چې په مرسته يي ډېر شمېر نور بازارونه يي هم کنترول کړي او اوس اروپايي بازارونو کې هم بې شمېره مینه‌وال لري.

هواوې کمپنۍ چې له دې وړاندې اپل ته هم ماتې ورکړې وه او غوښتل يي سامسنګ ته ماتې ورکولو سره د نړۍ لومړی مقام خپل کړي، خو د فبروي په میاشت کې يي ۵٫۵ مېلیونه ځیرک موبایلونه پلورلي او په دې ډول له سامسنګ، اپل او شیاومي وروسته پاتې شوی.

هواوې کمپنۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بندیزونو وروسته د ګوګل کمپنۍ کاریالونه او سافټ وېیر د کارولو اجازه نه لري چې له همدې امله بې شمېره کاروونکي يي له لاسه ورکړي او له جدي ستونزو سره مخ ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون