افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا او قطر د بندیانو د خلاصون د کمیټو د لومړني ویډيويي کانفرانس هرکلی کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د قطر بهرنیو چارو وزارت په دوو جلا جلا بیانیو کې د طالبانو او افغان حکومت لخوا د بندیانو د خلاصون د چارو لپاره د ګمارل شویو کميټو د غړو ترمنځ د لومړني څه باندې دوه ساعته ويډيويي کانفرانس هرکلی کړی او دا یې مهم ګام بللی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا او قطر په منځګړېتوب نن د یکشنبې په ورځ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د بندیانو د خلاصون په اړه تخنیکې خبرې د کورونا وایرس د خپرېدو له امله د ویډیويي کانفرانس له لارې وشوې.

دوی وايي، د بندیانو د خلاصون په تړاو دا تخنیکي خبرې ګټورې او مهمې وې، دواړو اړخونو د بندیانو د لستونو، د لستونو سره سم د بندیانو د تایید، د هغوی د خلاصون د ځایونو، لېږد رالېږد او خوندي چاپيریال او امنیت په اړه مهمې خبرې وشوې.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي ټولو اړخونو د تاوتریخوالي کمښت، بین الافغاني مذاکرات او د سولې پر اهمیت ټینګار درلود او وعده یې وکړه چې په راتلونکو ورځو کې به دغو بحثونو ته ادامه ورکوي.

د خبرپاڼې سره سم قطر او امریکا پر دواړو اړخونو ټینګار وکړ چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې دي د کرونا وایروس له وجې عملي ګامونه چټک کړي.

بل پلو د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د طالبانو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د بندیانو د تبادلې هرکلی کړی او پر دواړو لورو يې د کرونا وایروس د خپرېدا او پراخې ودې له ویرې د تبادلې د ژر تر ژره ترسره کولو او د تاوتریخوالي د کمولو او سولې ته د راوستلو غږ کړی.

د یادونې ده، چې نن د یکشنبې په ورځ د کابل په وخت یولس نیمې بجې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د قطر او امریکا په منځګړیتوب لومړی ویډیويي کانفرانس جوړ شو او په اړه یې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل، چې دغو ټیمونو یوازې او یوازې د بندیانو د خلاصون په اړه تخنیکي بحث وکړ او نورو موضوعاتو باندې به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې او بحثونه کېږی.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون