افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو کابل ته را ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن په ناڅاپي سفر افغانستان ته را ورسېد.

تر اوسه کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د راتګ موخه نه ده روښانه شوې، چې ایا د بندیانو د خلاصون او که د دوو ولسمشرانو ترمنځ د روغې او پخلاینې لپاره راغلی.

خو په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس وايي، پامپیو د دې لپاره کابل ته تللی چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاریخي موافقې له ژغورلو سره مرسته وکړي.

د رویټرز پر اساس پامپیو په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له سیاسي سیال عبدالله عبدالله سره ویني.

که څه هم رویټرز اژانس د پمپیو سفر د امریکا او طالبانو د موافقې له عملي کېدو سره تړلی بللی،  خو ګومان کېږي چې پامپیو به د بارک اوباما د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري رول لوبولو ته راغلی وي.

په ۲۰۱۴ م کال کې هم د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري و، چې اشرف غني او عبدالله یې د ټاکنو پر سر د را ولاړ شویو د ملي یووالي حکومت ته وهڅول.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دواړو مشرانو د پخلا کولو لپاره خورا زیاتې منډې ترړې وکړي، خو بریالی نشو. po

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون