لوبې

کورونا ویروس د توکیو اولمپیک هم خطر سره مخ کړی

د کورونا ویروس له امله د ۲۰۲۰ المپیک چې ټاکل شوې د جاپان په توکیو کې ترسره شي خطر سره مخ شوی او امکان لري چې هېڅ ترسره نشي.

کاناډا لومړنی هېواد دی چې د ۲۰۲۰ المپیک کې د ګډون نه کولو پرېکړه يي وکړه.

له دې وړاندې د جاپان لومړی وزیر ښاغلی شېنزو ابې هم منلې وه چې ډېر امکان لري چې د ۲۰۲۰ المپیک وځنډیږي.

استرالیا هم ویلي چې اوسنیو شرایطو کې لوبې کول ناشونی دی او خپلو لوبغاړو ته يي د ۲۰۲۱ المپیک لپاره د تیاری امر کړی.

د المپیک نړیوالې کمېټې تر دې دمه د ۲۰۲۰ المپیک سیالیو په اړه څه نه دي ویلي او ټاکل شوې ده چې دغه کمېټه راتلونکو ۴ اوونیو کې په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ المپیک د جولايي له ۲۴مې څخه د جاپان پلازمېنه توکیو کې پیل او ۱۱۰۰۰ لوبغاړي په کې ګډون وکړي.

خو داسې ښکاري چې اکثره هېوادونه اوسنیو حالاتو کې نه غواړي خپل لوبغاړي جاپان ته واستوي، چې له همدې امله ډېر امکان لري چې د ۲۰۲۰ المپیک وځنډول شي یا هېڅ ترسره نشي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون