لوبې

د ریال مادرید پخوانی مشر د کورونا ویروس له امله ومړ

د فوټبال مشهور هسپانوي کلب، ریال مادرید، پخوانی مشر لورېنزو سانز د کورونا ویروس له امله په ۷۶ کلنۍ کې ومړ.

ښاغلی لورېنزو له ۱۹۹۵ څخه تر ۲۰۰۰ پورې د ریال مادرید مشر و او د نوموړي تر مشرۍ لاندې دغه لوبډله دوه ځلي د چمپینز لیګ اتلولي هم ګټلې وه.

د ښاغلی لورېنزو زوی ټوېټر له لارې د خپل پلار مړینه تاییده کړې او لیکلي يي دي چې پلار يي نه باید د یوې داسې ناروغۍ له امله په داسې ډول مړ شوی و. د ښاغلی لورېنزو زوی لیکلي: «پلار مې د نړۍ تر ټولو غوره او زړورو انسانانو څخه و. د هغې لپاره ریال مادرید او کورنۍ يي هر څه و.»

د ښاغلی لورېنزو زوی خپله هم د باسکټ بال لوبغاړی دی او درې ورځې وړاندې يي خبر ورکړی و چې پلار کې يي د کورونا ویروس نښې لیدل شوي او روغتون ته لېږدول شوی دی.

ښاغلی لورېنزو له ۱۹۸۰ لسیزې څخه د ریال مادرید د بورډ غړی و او ۱۹۹۵ کې د رامون مېنډوزا پر ځای د دغې لوبډلې او کلب مشر وټاکل شو.

د ریال مادرید لوبډلې رسمي ټوېټر پاڼه هم د یو ټویټ له لارې د ښاغلی لورېنزو مړینه تاییده کړې او په دې اړه يي ژوره خواشیني ښودلې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون