افغانستان سلايډ (فيچر)

مایک پمپیو قطر کې له ملا برادر اخند سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ کابل ته له څو ساعته سفر او هلته له ولسمشر غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته قطر ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا  برادر اخند سره کتلي دي.

ښاغلي پمپیو خبریالانو ته ویلي چې قطر ته یې د سفر په ترڅ کې خپل تمې په ښکاره ډول له ملا برادر او د هغه له ټېم سره شریکې کړې.

نوموړي ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په ګدون ټول ښکېل اړخونه د افغانستان د قضیې په اړه مسؤلیتونه او مکلفیتونه لري چې باید تر سره یې کړي.

ښاغلي پمپیو له ملا برادر اخند سره د خپل ملاقات په اړه خبریالانو ته وویل: «هغوی ته مو خپل توقعات واضح کړل،طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته ژمن دي او تر دا مهاله یې په دې اړه زیات څه کړي دي او د مذاکراتو لپاره د خپل ټېم پر جوړلو هم زیات کار کوي.»

په عین حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د ملا براد اخند او پمپيو د لیدنې کتنې په تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې دا لیدنه د هوکړې د ژمنو د لا ښه تطبیق، بندیانو د خلاصون او سرتاسري اوربند ته د رسېدو په موخه ترسره شوې.

د ښاغلي شاهین په خبره، «د افغانستان د اسلامي امارت سياسي مرستيال او د سياسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپیو او مل هئیت سره دقطر په پلازمینه دوحه کې وکتل. دواړو خواوو د توافقنامې په لاښه تطبیق او د بندیانو په چټک خلاصون خبرې وکړې. »

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغان سولې ته د امریکا د ژمنتیا په اړه هم ویلي: «موږ هغه ژمنې چې له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره مو کړي دي ولاړ یو… له خپلو ژمنو سره سم مخته ځو، د ټولو ۲۹ هیوادونو په ګډون غوڅ ملاتړ خپل حضور کموي، موږ ژمنه کړې په ۱۳۵ و رځو کې خپل سرتیري کم کړو، تر څو چې د تاوتریخوالي کمول پای ته ورسول شي،موږ د خپلو ژمنو عملو کولو ته دوام ورکوو.«

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون