افغانستان سلايډ (فيچر)

پمپيو د غني او عبدالله د خپلمنځي اختلافاتو په ختمولو کې پاته راغلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو چې په یوه نا اعلان شوي او وقفه‌يي سفر کابل ته راغی او دلته یې په ارګ او سپېدار ماڼیو کې له اشرف غني او عبدالله سره د افغانستان د روان سیاسي بحران، ناندریو او  د بین الافغاني سولې د مذاکراتي ټیم په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې له پمپیو سره د غني د لیدنې په مهال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم شتون درلود .

د  ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني له ښاغلي پمپیو سره ولیدل او خپل ټوېټر کې يې زیاته کړي، چې دې لیدنه کې دواړو د سولې پر بهیر، په دې هکله پر نورو ګامونو، د افغان سولې لپاره پر سیمه ییزه اجماع او همدارنګه په هېواد کې پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت بحث او نظر تبادله کړ.

پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې سپېدار ماڼۍ کې یې له مایک پمیو سره لیدلي دي.

ښاغلي عبدالله لیکلي چې دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې پر بهیر او افغانستان کې د روان سیاسي کړکېچ د حل پر اړتیا خبرې وکړې.
هغه مهال هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.

په همدې حال کې په د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، چې ښاغلی پمپيو د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني په ملاقاتونو کې هڅه وکړه، چې هغوی سره پخلا او د موازي حکومت پر ځای یې د یوه حکومت پر جوړولو سلا کړې، خو بریالی نشو.

د یادونې ده، چې ښاغلی پمپيو له عبدالله او غني سره له لنډې او وقفه يي ملاقاتونو وروسته قطر ته روان شو او هلته به د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د طالبانو د مذاکراتي ټیم سره وګوري.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون