افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا له افغان حکومت سره د سیاسي اختلافتو له امله اقتصادي مرستې کموي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.‌

په اعلامیه کې ویل شوي،‌ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي‌ کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونه شو او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور پيل کوي.

اعلامیه زیاتوي د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي، او له همدې کبله امریکا په لومړي ګام کې سږ کال له افغان حکومت سره خپلو مالي‌ مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.‌

د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.‌

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي‌ او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي‌ مرستو له سره غور کوي.‌

اعلامیه وایي،‌ امریکا د هغو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي‌ چې د سیاسي‌ موخو لپاره کېږي او نه هم د هغو مشرانو ملاتړ کوي‌ چې د دې عملیاتو امر ورکوي‌ او نه د هغو کسانو ملاتړ کوي‌ چې د موازي‌ حکومت خبره کوي.‌

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون