ټکنالوژي

مایکروسافټ: که دغه اقدامات ونکړئ، هکران به مو د سیستم بشپړ کنترول ترلاسه کړي

مایکروسافټ کمپنۍ د وېنډوز څو سوه مېلیونه کاروونکو ته خبرداری ورکړی چې که چېرې خپل سیستم اپډېټ نه کړي نو وېنډوز کې شته امنیتي نیمګړتیا څخه ګټه پورته کولو سره هکرانو د هغوی د کمپیوټرونو او نورو اوزارو بشپړ کنترول ترلاسه کولی شي.

مایکروسافټ کمپنۍ رسمي امنیتي اپډېټ له لارې کاروونکو ته خبر ورکړی چې مایکروسافټ وېنډوز کې دوه داسې نیمګړتیاوې شته چې هکران ترې ګټه پورته کولی شي.

مایکروسافټ کمپنۍ همداراز وايي چې دغې ستونزې اوارولو لپاره يي هلې ځلې پیل کړي، خو د کمپنۍ په وینا دغه پروسه به وخت ونیسي. مایکروسافټ کمپنۍ په دې اړه لیکلي: «مایکروسافټ له دغه نیمګړتیا څخه خبر دی او په حل لارې کار کوي. امنیتي ستونزو څخه مخنیوی لپاره مایکروسافټ کمپنۍ د هرې میاشتې دوهمه سې شنبې خپل سافټ وېیرونه اپډېټ کوي. دغه له وړاندې ټاکل شوې مهالوېش زموږ شریکانو سره زموږ همکاري شونی کوي.»

له دې وروسته، په دې اړه چې څنګه هکران دغه نیمګړتیا څخه ګټه پورته کولی شي، مایکروسافټ کمپنۍ لیکلي: «دغو رامنځته شویو نیمګړتیاو څخه هکران په مختلفو لارو ګټه پورته کولی شي. دغې موخې لپاره هکران د وېنډوز کاروونکو ځانګړو اسنادو او فایلونو پرانیستلو ته هڅوي. دغه ډول فایل پرانیستلو سره هکران د کاروونکی د سیستم بشپړ کنترول ترلاسه کوي.

مایکروسافټ کمپنۍ د دغې ستونزې بېړنۍ حل لاره هم وړاندې کړه ده چې دلته يي له تاسې سره شریکوو:

وېنډوز سرور ۲۰۰۸، وېنډوز ۷، وېنډوز سرور ۲۰۰۸ ار۲، وېنډوز سرور ۲۰۲۰، وېنډوز سرور ۲۰۲۰ ار۲ او وېنډوز ۸٫۱ لپاره لاندې اقدامات ترسره کړئ:

۱. Windows Explorer پرانیزئ، Organize او بیا Layout کلېک کړئ،
۲. دواړه د Details pane او Preview pane د غورنۍ انتخابونه پاک کړئ،
۳. Organize، بیا Change Folder and search option کلېک کړئ،
۴. View برخه کلېک کړئ،
۵. د Advance Settings لاندې د Always show icons او never thumbnails چوکاتونه ټک مارک کړئ،
۶. د Window Explorer ټولې پرانیستل شوې برخې او خپله Windows Explorer بند کړئ. له بندولو وروسته به دغه بدلونونه په اتومات ډول پلي شي.

وېنډوز سرور ۲۰۱۶، وېنډوز ۱۰، او وېنډوز سرور ۲۰۱۹ لپاره لاندې اقدامات ترسره کړئ:

۱. Window Explorer پرانیزئ او View برخه کلېک کړئ،
۲. دواړه د Details pane او Preview pane د غورنۍ انتخابونه پاک کړئ،
۳. Options، بیا Change Folder and search option کلېک کړئ،
۴. View برخه کلېک کړئ،
۵. د Advance Settings لاندې د Always show icons او never thumbnails چوکاتونه ټک مارک کړئ،
۶. د Window Explorer ټولې پرانیستل شوې برخې او خپله Windows Explorer بند کړئ. له بندولو وروسته به دغه بدلونونه په اتومات ډول پلي شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون