ټکنالوژي

سامسنګ د پروسېسر په برخه کې هم اپل ته ماتې ورکړه

سامسنګ کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو په برخه کې نړیوال شهرت او بې شمېره مینه‌وال لري، خو دغه کمپنۍ د ځیرکو موبایلونو سربېره، د ځیرکو موبایلونو پرزې لکه مخ‌پاڼه، میموري کارت، کامره او پروسېسرونه هم تولیدوي.

سامسنګ کمپنۍ له وړاندې څخه اپل ته د ځیرکو موبایلونو برخه کې ماتې ورکړې او د نړۍ د ځیرکو موبایلونو تر ټولو ستره کمپنۍ ده. خو اوس نوي راپورونه ښيي چې دغه کمپنۍ د پروسېسر په برخه کې هم اپل ته تر ماتې ورکولو وروسته د نړۍ درېیم مقام خپل کړی.

د راپورونو پر بنسټ، ۲۰۱۹ کې سامسنګ کمپنۍ ټوله نړۍ کې د پروسېسر د بازار ٪۱۴٫۱ برخه خپل کړی. ورته موده کې اپل کمپنۍ د پروسېسر د بازار ٪۱۳٫‍۱ برخې خپلولو سره له سامسنګ څخه وروسته پاتې شوی.

د پروسېسرونو په برخه کې د نړۍ مشهورې کمپنۍ کوالکوم او مېډیا ټېک په ترتیب سره د نړیوال بازار ٪۳۳٫۴ او ٪۲۲٫۶ برخې خپلولو سره د نړۍ لومړی او دوهم مقام لري.

د سامسنګ کمپنۍ پروسېسر اګزینوس نومول شوی چې خپله د سامسنګ ځینو ځیرکو موبایلو سربېره میزو او ویوو کمپنۍ ځیرکو موبایلونو کې هم کارول کېږي.

د سامسنګ کمپنۍ وروستي پیاوړي ځیرک موبایلونه – ګلکسي اېس۲۰، ګلکسي اېس۲۰ پلس، او ګلکسي اېس۲۰ الټرا – هم ځینو هېوادونو کې اګزینوس پروسېسر سره وړاندې شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون