روغتيا او ژوند

چین کې له کورونا وروسته یو کس د هنټا ویروس له امله ومړ

چین کې له کورونا ویروس وروسته د هنټا ویروس لومړنۍ پېښه ثبت او پرې اخته کس مړ شو.

نیوز ویک ورځپاڼه د چین دولتي ورځپاڼې، ګلوبل ټایمز، د راپور پر بنسټ خبر ورکړی چې د چین په یوننان ولایت کې یو کس هغه مهال چې شان ډونګ ولایت سفر پر مهال مړ شو. لومړني راپورونه ښيي چې دغه کس د هنټا ویروس له امله مړ شوی.

د دغه کس معاینات د نوموړي تر مړینې وروسته ترسره شوه. ویل کېږي چې دغه ویروس له یو انسان څخه بل ته نه خپرېږي خو بیا هم په بس کې د پاتې ۳۲ نورو مسافرو معاینات هم ترسره شوي.

تر دې دمه د ترسره شویو معایناتو پایلې نه دي څرګند او لومړنۍ راپور کې په دغه ویروس د اخته کس نوم او د مړینې لامل هم نه دی لیکل شوی.

د امریکا Centers for Disease Control and Prevention اداره وايي چې د هنټا ویروس د کورنۍ مېکروبونه په عام ډول له موږکانو څخه خپرېږي.

د دغه ویروس مختلفې بڼې د موږکانو مختلفو ډولونو کې موندل کېږي او د موږکانو ادرار، فضله مواد یا لاړو کې شته د ویروس کوچنۍ ذرې د هوا له لارې تنفس کول انسان په دغه ویروس اخته کوي.

دغه ویروس د Hanta hemorrhagic fever regional syndrome یا hantavirus pulmonary syndrome ناروغیو لامل ګرځي او تر اوسه څرګنده نه ده چې مړ شوی کس په کوم یو له دغو ناروغیو اخته شوی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون