افغانستان سلايډ (فيچر)

روزګان کې په جعلي فرمان ۲۹ تنه او میدان کې په اصلي فرمان ۹ زندانیان خوشي شول

د کورونا وایروس له امله د ولسمشر غني د فرمان له مخې، چې له یو شمېر توقیف خانو او محبسونو څخه یې د ګڼ شمېر جنايي او یو شمېر سیاسي بندیانو د خوشي کېدو په اړه صادر کړی، تر اوسه په دې لړ کې د روزګان له محبس څخه ۲۹ تنه بندیان په جعلي او په میدان وردګو کې ۹ تنه سیاسي بندیان خوشي شوي.

تېره ورځ داسې خبرونه خپاره شول، چې د روزګان له محبس څخه نهه ویشت تنه جنايي بندیان چې دوې مېرمنې هم پکې شاملې وې، د ولسمشر په نامه د جوړ شوي جعلي فرمان په اساس خوشي شوي، چې له خوشې کېدو څو ساعته وروسته یې پولیسو د بېرته نیولو هڅې پيل کړې، خو تر اوسه یې څوک نه دي نیولي.

همداراز نن د میدان وردګو ولایت له زندان څخه د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان پر بنسټ نهه تنه طالب زندانیان خوشې شوي دي.

د میدان وردګو ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، د وردګو والي مظفرالدین یمین له خوشې شویو زندانیانو وغوښتل چې د تلپاتې سولې، امنیت،پرمختګ،هوساینې او د نظام د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

که دا رښتیا طالب بندیان وخېږي،نو د بندیانو د خلاصون بهیر کې یو د پاموړ پرمختګ حسابېږي،ځکه چې د بندیانو د خلاصون او نه خلاصون موضوع د رسنیو د سرټکی او توده سکالو ده، چې د بین الافغاني مذاکراتو او سرتاسري اوربند ته د رسېدو لاره یې هم ډب کړې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون