افغانستان سلايډ (فيچر)

غني وايي عبدالله د اساسي قانون بدلون او موږ له امریکا سره د مرستو لپاره مذاکرات غواړو

ولسمشر اشرف غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د توندې اعلامیې او د مایک پمپیو د هلو ځلو ناکامي ته په اشارې سره په ولس ته په یوې ویډيويي وینا کې ویلي، چې عبدالله عبدالله د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې نظام او بدلون غواړي.

ولسمشر غني له خپلو دوو مرستیالانو او د امنیت شورا له سلاکار سره په ارګ کې دننه د ویډيو له لارې ولس ته په وینا کې وویل، که امریکا پر افغانستان مرستې قطع کړي، نو د مرستې کمېدا به په افغانستان کوم منفي مستقیم تاثیر ونه کړي.

د نوموړي په خبره ، ځکه چې افغان حکومت مخکې له مخکې تدابیر نیولي دي.

ولسمشر غني په خپله وینا کې زیاته کړه: «موږ تر اوسه له افغانستان سره د امریکا د مرستو مننه کوو، خو افغان حکومت تر دې وړاندې د ورته اضطراري حالاتو لپاره طرحه جوړه کړې وه، بیا هم باید ووایم چې د امریکا د مرستو پرېکول مشروط دي او هڅه به وکړو چې د مذاکراتو له لارې له افغانستان سره د امریکا د مرستو لړۍ بیرته پیل شي.»

ولسمشر غني له عبدالله سره د راپورته شوې لانجې په اړه په خپله وینا کې وویل، تېره ورځ یې له عبدالله سره کتلي او هغه ته یې د سولې په پروسه کې د مهم رول د ورکړې تر څنګ په کابینه کې هم د ونډې وړاندیز وکړ، خو د ده په وینا عبدالله له اساسي قانون سره په ټکر کې حکومتي تشکیلات غواړي.

هغه زیاته کړه، چې: «عبدالله په یوه شپه کې د اساسي قانون د نظام بدلون غوښت، زه په اساسي قانون له هیچا سره د معاملې صلاحیت نه لرم، په افغانستان کې د قومي او ډلو ټپلو د حکومتونو تجربې ناکامې دي.»

ولسمشر ټینګار وکړ، دی له قانون سره په ټکر کې هیڅ ډول معاملې ته حاضر نه دی خو یو پراخ بنسټه حکومت جوړولو ته ژمن دی.

ولسمشر غني همدا راز له طالبانو وغوښتل چې د کرونا په خاطر اوربند وکړي او داسې ونکړي، نو که د دوی تر واک لاندې سېمو کې هر ناورین چې رامنځته شو، مسوولیت به یې د طالبانو پر غاړه وي؛ خو هغه د بندیانو په اړه هېڅ هم ونه ویل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د مایک پامپیو د یوه ورځیني سفر په پای کې په یوه تونده اعلامیه کې د عبدالله او غني د اختلافاتو له امله د رامنځته شوي سیاسي کړکېچ په اړه خپله ژوره خواشینې څرګنده کړې او له افغان حکومت سره یې د خپلو یو میلیارد ډالرو اقتصادي مرستو د کمولو پریکړه کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون