افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل کې پر یوه درمسال ډله‌يېز برید شوی

راپورونه نن سې شنبه/وري۶مه سهار نږدې اته بجې څو تنه وسلوال کابل ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې یوه درمسال ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې چې د کابل د زاړه ښار پخوانی ځای دی او د دې  څو سیک کورنۍ د سیمې په درمسال کې ژوند کوي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي، ځانګړي ځواکونه هم د پېښې ځای ته رسېدلي او هڅه کوي دا برید پای ته ورسوي.

هغې رسنیو ته وویل،چې امنیتي ځواکونو د درمسال اول پوړ خالي کړ او ځینې ګیر کسان وژغورل شول او دا هم وايي، چې ځانګړي ځواکونه د ټولو ګیر شویو د خلاصون هڅه کوي او دا چې ملکي سیمه ده نو پوره احتیاط کوي.

د کورنیو چارو وزارت لومړني مالومات ښيي چې د بریدګرو شمېر څلور دی، خو دا شمېر کره نه دی.

په سیمه کې اوسېدونکي وايي اوس هم د پېښې له ځای د سپکو او درنو ډزرو غږ اورېدل کېږي او باغ قاضي لار هم بنده ده.

وسلوالو  طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

تر اوسه کومې بلې وسله والې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون