افغانستان سلايډ (فيچر)

د طالبانو او افغان حکومت استازي يو ځل بیا د بندیانو په اړه خبرې کوي

د طالبانو د قطر دفتر وايي، چې ټاکل شوې ده نن د افغانستان پر وخت څلور بجې او د قطر په وخت دوه نیمې بجې د طالبانو او افغان حکومت د بندیانو د خلاصون کميټو استازي  دسره صلیب، قطر او امریکايي استازو په حضور کې د ويډيو کانفرانس له لارې خبرې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، د دوحې پر وخت دوه نیمې بجې به د طالبانو د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د سره صلیب، امریکا او افغان حکومت ټیمونه ویډیويي کنفرانس ولري.

سهیل شاهین ویلي، دا ټیمونه به له امریکا سره د لاسلیک شوې موافقې پهر اساس د طالبان د پنځه زره بندیانو د خلاصون او د افغان بندیانو د خلاصون لپاره زمینه برابره کړي.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د طالبانو او افغان حکومت استازو د ویډيو کانفرانس له لارې کابو دوه ساعته خبرې وکړې او پریکړه يې کړې وه، چې یو ځل بیا به هم د خلاصون د لارو چارو او مکانیزم په اړه د سکایپ له لارې خبرې سره کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون