روغتيا او ژوند

کورونا وایرس په اړه ناسم باورونه

کورونا وایرس له ټولو اټکلونو خلاف په چټکه توګه تقریباً ټوله نړۍ کې خپره شوه او تر دې دمه یي له ۱۹۰۰۰ ډېر کسان وژلي او له ۴۰۰ زره څخه ډېر نور کسان پرې اخته دي.

دغه وایرس خپرېدو سره د خلکو ترمنځ ځینې داسې حل لارې هم عامې شوې چې هېڅ ډول علمي او ساینسي بنسټ نه لري او دغه وایرس په مخنیوي کې هم کومه مرسته نشي کولی. دلته مو له هغو ناسمو بارونو سره چې د خلکو ترمنځ عام خو دغه برخه کې مرسته نشي کولی اشنا کوو.

واوره او سړه هوا کورونا وایرس نشي وژلي

اکثره خلک په دې باور دي چې سړه هوا او واوره دغه  وایرس له منځه وړي، خو داسې هېڅ عملي او ساینسي دلیل نشته چې دغه ادعا ثابته کړي. د انسان د بدن طبیعي تودوخه ۳۶٫۵ څخه تر ۳۷ درجو پورې وي. له همدې امله، که بهر هوا هر څومره سړا هم وي، دغه وایرس په بدن کې په اسانۍ سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

په ګرمو اوبو ځان وینځل کورونا وایرس څخه مخنیوی نشي کولی

که فکر کوئ چې په ګرمو اوبو ځان وینځل په کورونا وایرس د اخته کېدو مخه نیولی شي، نو باید پوه شئ چې دغه ادعا هېڅ علمي بنسټ نه لري. څرنګه چې مو وړاندې هم یادونه وکړه، د بدن طبیعي تودوخه ۳۶٫۵ څخه تر ۳۷ درجو پورې وي، له همدې امله که تشناب او اوبه هر څومره ګرم هم وي په دغه وایرس اغېز نه کوي. کورونا وایرس څخه د مخنیوی تر ټولو مهمه لار په صابون او اوبو د لاسونو وینځل دي.

کورونا وایرس د غوماشو چېچلو له لارې نه انتقالېږي

تر اوسه هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې ثابت کړي چې دغه وایرس د غوماشو چېچلو له لارې هم له یو کس څخه بل ته انتقالېږي. دغه وایرس په لوړه کچه د ټوخی یا پرنجی له لارې نورو کسانو ته انتقالېږي. نو له همدې امله باید وویل شي چې لاسونه مو ووینځئ او د غوماشو اندېښنه مه کوئ.

لاس وچوونکي ماشینونه کورونا وایرس وژلو کې اغېزمن نه دي

د لاس وچولو ماشینونه د کووېډ-۱۹ وژلو کې اغېزمن نه دي. هغه څه چې دغه وایرس وژلي شي په صابون او اوبو د لاسونو وینځل دي.

ضد عفوني کوونکي څراغونه مه کاروئ

هېڅکله ضد عفوني کوونکي څرغونه د لاسونو یا نورو برخو مېکروبونو وژلو لپاره مه کاروئ. د دغو څراغونو وړانګې ناوړه اغېز لري او باید ځان ترې لرې وساتئ.

ایا هوايي ډګرونو کې کاریدونکي تودوخه معلومونکي اوزار اغېزمن دي؟

د بدن تودوخه معلومونکي دغه اوزار په دغه وایرس د اخته کسانو پېژندلو کې اغېزمن رول لوبوي. په دغه وایرس اخته کسان شدیده تبه لري او دغه اوزار له ټاکلې اندازې لوړه تبه لرونکي کسان مشخص کوي. خو ستونزه دا ده چې دغه اوزار یوازې هغو کسانو پېژندلو کې مرسته کوي چې په وایرس اخته او نښې يي په کې څرګند شوي وي.

دا په داسې حال کې دی چې د کووېډ-۱۹ نښې د کورونا په وایرس اخته کېدو څخه ۲ – ۱۰ ورځې وروسته څرګندېږي. له همدې امله، د بدن تودوخې معلومونکي اوزارو په تمه مه کینئ او له وړاندې څخه وقایوي تدابیر ونیسئ.

ایا په بدن د الکل سپرې کول دغه وایرس وژلی شي؟

نه، په بدن د الکول سپرې هغه وایرس چې بدن ته دننه شوی وي نشي وژلی. د دغه ډول موادو سپرې د ګټې په ځای تاوان لري او سترګو او خولې ته زیان رسوي. الکول د کثافاتو پاکولو لپاره ګټور دی، خو دغه برخه کې هم باید احتیاطي تدابیر او لارښوونو ته جدي پاملرنه وشي.

په دغه وایرس یوازې ډېر عمر لرونکي نه اخته کېږي

د هر عمر خلک په کورونا اخته کېدای شي. خو هغه ډېر عمر لرونکي چې له وړاندې څخه شکرې یا د زړه ناروغي ولري د نورو په پرتله ژر په دغه وایرس اخته کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره ټولو خلکو ته، د عمر په پام کې نیولو پرته، سپارښتنه کوي چې شخصي نظافت مراعت کړي او په بیا بیا ځلي خپل لاسونه په صابون او اوبو ووینځي. له دې سربېره، خلک باید له نشه‌یي توکو څخه هم ځان لرې وساتي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون