ټکنالوژي

یوټیوب د کورونا وایرس له امله د خپلو وېډیوګانو کیفیت ټیټوي

د راپورونو پر بنسټ یوټیوب د کورونا وایرس له امله د خپلو وېډیوګانو د کیفیت ټیټولو پرېکړه کړې. یوټیوب وايي چې دغه پرېکړه يي له دې امله کړې چې نوي کورونا وایرس له امله کورونو کې قرنطین شویو کسانو د انټرنټ سرعت اغېزمن نشي.

دغې پرېکړه پایله کې، یو میاشت لپاره به د یوټیوب لوړ کیفیت لرونکي وېډیوګانو کیفیت سټنډرډ دېفېنېشن ۴۸۰پي ته ښکته شي. د کمپنۍ په وینا کاروونکي په خپله خوښه د وېډیو کیفیت لوړولی شي، خو په اتومات ډول د هرې وېډیو ګیفیت به ۴۸۰پي وي.

یوټیوب کمپنۍ بلومبرګ ته یوې مرکې کې ویلي چې دغه کمپنۍ د ټولې نړۍ له هېوادونو او انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو سره ګډ کار کوي تر څو دغو حالاتو کې پر انټرنټ فشار لږ شي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې نېټفلېکس هم اروپا کې د خپلو وېډیوګانو کیفیت ٪۲۵ پورې د ټیټولو پرکړه کړې. اپل او امازون کمپنۍ هم اروپا کې ورته اقدام کړی. نېټفلېکس له اروپا سربېره هندوستان کې هم د خپلو وېډیوګانو کیفیت ټیټولو پرېکړه کړې او نورو هېوادونو سره يي هم د ورته اقدام ژمنه کړې.

په نړۍ کې د کورونا ویروس له امله له کور څخه د کارکوونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی، چې ځینو هېوادونو کې يي د انټرنټ سرعت اغېزمن کړی او له کور څخه کار کول يي ستونزمن کړی. د نړۍ د مشهورو کمپنیو دغه پرېکړې پر انټرنټ فشار کمولی او سرعت يي چټک کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون