افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل: پر درمسال د داعش برید کې ۲۵ وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي

امنیتي چارواکي وايي، چې د کابل ښار په تر ټولو لرغونې او خوندي سېمه شوربازار کې د افغان سیکانو پر درمسال د کابو شپږ ساعته برید په پایله کې ۲۵ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په دې برید کې ۲۵ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپیان دي.

د خبرپاڼې له مخې د برید پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ کسان ژغورل شوي دي.

ځانګړي ځواکونه وايي چې دغه برید کې څلور بریدګر ښکېل وو او ټول وژل شوي دي.

د برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

داعش ترهګره ډله وايي، چې بریدګرو یې د چهارشنبې په ورځ کابل کې د سیکانو پر درمسال برید کړی او لسګونه مشرکان یې وژلي.

طالبانو په لومړیو کې لا په دې برید کې لاس لرل رد کړي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون