افغانستان سلايډ (فيچر)

د شپږ زره زندانیانو د خلاصون بهیر پنځه ورځې وروسته پیلېږي

طالبانو او حکومت په دوهم ويډیويي کانفرانس کې چې کابو څلور ساعته یې دوام کړی، پریکړه کړې چې د دواړو لورو د زندانیانو د خلاصون او خوشي کېدا بهیر د مارچ پر ۳۱ مه نېټه پیلېږي.

د پریکړې سره سم د دې بهیر له پیل وړاندې به د طالبانو د بندیانو کمېسیون استازي بګرام زندان ته ځي او هلته به د خپلو لیستونو سره سم خپل بندیان تسلیموي او را خوشي کوي.

د طـالبانو قطر دفتر هم تائید کړې ده چې د قطر، امریکا سره صلیب او دوی او حکومت د پنځه اړخیزې له مخې به دا تبادله به پر خپل ترسره کېږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي:«پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه عملا پیل او د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره به اسلامي امارت یو تخنیکي هیئت دبګرام بندي خانې ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي.»

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم چې دا مهال په کابل کې دی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت د پلاوي په ټاکلو او د بندیانو د خلاصون په چارو کې بوخت دی، دا یو مثبت پرمختګ بللی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون