افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل پلاوی اعلان کړ

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون خبر ورکړی، چې د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د خپل ۲۰ کسیز پلاوي نومونه اعلان کړل.

د افغانستان د حکومت له لوري په دې شل کسیز ټیم کې،چې ځينې نومونه یې لا هم تائید شوي نه دي،  د ښځو او بېلابېلو خواوو استازي شامل دي.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د حوت په شلمه د افغانستان د ولسمشر د لوړې له مراسمو سره په یو وخت له طالبانو سره خبرې پیل کړي خو د افغان حکومت له لورې د طالبانو د پنځه زره زندانیانو د خلاصون پر وړاندې د شرطونو ایښودل او له یومخېز خلاصون څخه انکار دا خبرې وځنډولې.

طالبانو هم  تر دې دمه د سولې مخامخ خبرو ته د دې لپاره حاضر نه دي چې له امریکا سره د دې ډلې د موافقې پر اساس ۵ زره طالب بندیان خوشي شوي نه دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین په یوې تازه ټویټ کې ویلي چې د روان مارچ له یو دېرشمې (د راتلونکې اوونۍ د سې شنبې ورځ) څخه به د دوی د بندیانو خلاصون پیل شي او هم به یو طالب پلاوی ډېر ژر بګرام محبس ته لاړ شي ترڅو خپل بندیان تصدیق کړي.

حکومتي سرچېنو رسنیو  ته د پلاوي د ټولو غړو نومونه په لاندې ډول یاد کړي:

۱. معصوم ستانکزی (د پلاوي مشر)

۲. باتور دوستم

۳. غیرت بهیر

۴. ضرار مقبل

۵. محمد ناطقي

۶. ډاکټر رسول طالب

۷. حبیبه سرابي

۸. کلیم الله نقیبي

۹. جنرال ایوب انصاري

۱۰. ذکیه وردک

۱۱. نادر نادري

۱۲. متین بېک

۱۳. زینب موحد

۱۴. مولوي عنایبت الله بلیغ

۱۵. شریفه زرمتۍ

۱۶. عبدالهادي ارغندیوال

۱۷. خالد نور

۱۸. حفیظ منصور

۱۹. ډاکتر امین احمدي

۲۰. شهلا فرید

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون