افغانستان سلايډ (فيچر)

د افغانستان له محبسونو څخه لس زره بندیان خوشي کېږي

لویه څارنوالۍ وايي، د کورونا وایروس د خپرېدا د مخنیوي په خاطر د بندیانو د خوشې کولو د ولسمشر اشرف غني له فرمان سره سم به په لسو ورځو کې د لسو زرو بندیانو د خوشي کولو لیستونه ترتیب شي.

لوی څارنوال فرید حمیدي نن د پنجشنبې په مازیګر خبریالانو د ولسمشر غني د دغه فرمان په اړه وویل، د دغه فرمان له مخې به د ټول هیواد له محبسونو څخه لس زره بندیان خوشې شي.

د ښاغلي حمیدي په خبره، په دې خوشي کېدونکو بندیانو کې ترهګر او د نړیوال امنیت پر ضد تورن کسان به په دغه فرمان کې شامل نه وي.

د لوی څارنوال په خبره د ولسنشر د فرمان لپاره یوه تخصصي کمېټه جوړه شوې چې تر لسو ورځو څیړنو وروسته به د هغو بندیانو لیست چمتو کړي چې باید د دغه فرمان له مخې خوشې کړای شي.

لوی څارنوال وایي، د فرمان له مخې به د مرکز او ولایتونو له زندانونو څخه ښځې، ماشومان، ناروغان، ډیر عمر لرونکي کسان، له پنځو کلونو په کم بند محکوم کسان او هغه کسان خوشې شي چې جرمونه یې درانه نه وي.

په ورته وخت کې که څه هم د ولسمشر له دغه فرمان څخه د طالبانو بندیان مستفید نه کیږي؛ خو د هغوی د پنځه زره بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې شوې دي او راتلونکې اوونۍ به یې سل تنه په مشروط ډول خوشې شي.

د طالبانو او نورو غیر حکومتي سرچینو د کره ارقامو له مخې دا مهال د افغانستان په محبسونو کې نیږدې څلویښت زره کسان ساتل کیږي. د امنیت شورا د شمیرو له مخې د دغو بندیانو په منځ کې له ۱۰ تر ۱۸ زرو پورې طالبان دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون