افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

غزني کې له سوداګرو څخه میلیونونه ډالر په چل‌ول تښتول شوي

د غزني سوداګر او پانګه‌وال وايي،‌ په تیرو څو کالو کې یو شمیر کسانو له دوی څخه په ټګۍ برګۍ او چل ول تر یو سل او شل میلیونه ډالر وړي او لوټ کړي دي.

په دې ډله کې ډېری لوټ شوي سوداګر چې صرافان دي وايي، ځایي حکومت نه دی توانېدلی چې له دې چل ناکو او ټګانو نه د دوی پیسې بیرته واخلي.

 په غزني ښار کې د صرافانو د اتحاديي رئیس آقا محمد احمدزی د دې ټګانو په اړه وایي: «دا خلک د دولت لخوا د رسمی کاروبار جواز لري. دلته د خلکو په منځ کې راکړه ورکړه د هماغه کاري او تجارتي جواز له مخې کوي. خو دوی وروسته بیا وتښتي. عدلي ارګانونو ته مو هم مراجعه کړې. یو څه موده يي ور وغواړي خو اخیر هېڅ ونشي».

د افغانستان په قوانینو کې پور او دَین د ټولنې د غړو ازادي نه سلبوي.

د غزني سوداګر وايي، دا دوکه ماران، ټګان او چلناک کسان په سوداګریز چارو کې د قانون له همدې مادې نه ناوړه ګټه اخلي.

خو د عدلي او حقوقي چارواکو په خبره تر اوسه يي په دې اړوند یو شمیر دوسيي او پیښې د قانون په چوکاټ کې څیړلې دي.‌

د غزني عدلیی رئیس عزیزالله بصیر په دې باور دی چې د مالي چارو ناسم میکانیزم، په تور بازار کې پولي بهیر او او په حقوقي چارو کې د سوداګرو نا خبري د دې سبب شوې چې دوی کله ناکله د دوکه مارانو ټګانو له ناوړه کړنو سره مخ کیږي.

نوموړي‌ بي بي‌ سي ته ویلي: «موږ د قانون له مخې نشو کولای دوی بندیان کړو. یو څو دوسیې شته، هغه مو محکمې ته ورکړي. خو داسې یوه قضیه چې میلیونونه ډالر دې له چا وړل شوي وي موږ ته نه ده راغلې. کوچنۍ دوسيي، لکه د څو زرو ډالرو دوسيي شته چې کار پرې روان دی».

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون