افغانستان سلايډ (فيچر)

د سولې وزارت بالاخره د بین الافغاني مذاکراتو وروستی مرکچي پلاوی اعلان کړ

له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت او دولت په چارو کې د سولې وزارت له اوږدې مودې انتظار وروسته په رسمي ډول د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۲۱ کسیزه مرکچي پلاوي لیست اعلان کړ.

د سولې لپاره د دولت وزیر  عبدالسلام رحیمي بالاخره نن پنجشنبه/وری۷مه ماخستن مهال پر خپل ټویټر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دغه پلاوی له ډېر غور او له ټولو اړخونو او د ټولنې له اغېزناکو شخصیتونو سره تر سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

د ښاغلي رحیمي په وینا د دغه پلاوي دنده به د سولې په خبرو اترو کې «د افغانستان اسلامي جمهوریت استازیتوب وي».

په خبرپاڼه کې لاندي کسان د مرکچي پلاوي په توګه معرفي شوي:

1.محترم معصوم ستانکزی، د پلاوي په رأس کې
2.محترمه فاطمه گیلانی
3.محترم نادر نادری
4.محترم عبدالمتین بیک
5.محترمه فوزیه کوفی
6.محترم ضرار احمد مقبل
7.محترم عبدالهادی ارغندیوال
8.محترم محمد رسول طالب
9.محترمه حبیبه سرابی
10.محترم داکتر غیرت بهیر
11.محترم محمد حفیظ منصور
12.محترم غلام فاروق مجروح
13.محترم مولوی عنایت الله بلیغ
14.محترم باتور دوستم
15.محترم کلیم الله نقیبی
16.محترم محمد ناطقی
17.محترم جنرال ایوب انصاری
18.محترمه شهلا فرید
19.محترمه شریفه زرمتی
20.محترم خالد نور
21.محترم داکتر امین احمدی

باید وویل شي چې تيره ورځ هم د ارګ د نیږدې سرچینو او ملي رادیو تلویزیون له لورې ورته یو لست خپور شوی و، چې شل کسان پکي ول، خو وروسته د سولې وزارت له لوري هغه لست رد شو.

خو نن لیدل کېږي، چې هماغه لیست په لږ بدلون سره رسما یو ځل بیا د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لورې رسماً خپور شو.

د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت له لوري اعلان شوي ليست سره هم‌مهاله سیاسي ګوندونونه دا لیست ټول شموله نه بولي او وايي، دا پلاوی له طالبانو سره د خبرو وړتيا نه لري.

سياسي ګوندونه وايي، حکومت له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د چمتو شوي نوملړ په اړه له دوی سره مشوره نه ده کړې او ټاکل شوې، چې د سياسي ګوندونو مشران په راتلونکو ورځو کې په دې اړه په خبري غونډه کې خپل دريځ روښانه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون