افغانستان سلايډ (فيچر)

د بین الافغاني خبرو لپاره له ۲۱ کسیز ټیم وروسته د خبرو اجنډا هم تیاره شوې

د حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لورې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ۲۱ کسیزه پلاوي له اعلان وروسته اوس دغه وزارت وايي، له طالبانو سره یې د خبرو لپاره د خپل پلاوي د خبرو اترو اجنډا چمتو کړې ده.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، مذاکراتي پلاوی له طالبانو سره خبرو ته بشپړ چمتووالی لري او اجنډا یې هم مشخصه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د معصوم ستانکزي په مشرۍ، د نادر نادري عبدالمتین بیگ، حبیبه سرابي، عبدالهادي ارغندیوال، خالد نور، کلیم الله نقیبي، عنایت الله بلیغ، شهلا فرید، محمد ناطقي، حفیظ منصور، فوزیه کوفي، باتور دوستم، غیرت الله بهیر، فاطمه گیلاني، ضرار احمد مقبل، غلام فاروق مجروح، رسول طالب، شریفه زرمتۍ و ایوب انصاري نومونه له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په لیست کې اعلان کړي دي.

تر اوسه د حکومت دننه اجرائیه ریاست ته نیږدې او د ولسمشرۍ مخکنیو کاندیدانو او یو شمېر مخکښو څېرو پر دغه لیست نیوکې کړې او دا یې نیمګړی او د بې تجربې خلکو انتخاب بللی دی.

په دې ډله کې رحمت الله نبیل، ډاکتر فاروق اعظم او یو زیات شمېر سیاسي څېرو پر حکومت نیوکه کړې، چې د سولې لپاره یې د کشران او داسې څوک غوره کړي، چې د تېرو څلويښتو کلونو ناځوالو ، شرایطو او ستونزه سره هېڅ اشنا نه دي.

تر اوسه پورې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې د دغه پلاوي د اعلان هرکلی کړی دی او دا یې یو همه شموله پلاوی بللی دی.

همداراز د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دغه لیست د چمتو کولو هرکلی کړی او دا یې هر اخېزه ټیم ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون