ټکنالوژي روغتيا او ژوند

د روغتیا نړیوال سازمان کورونا وایرس لپاره ځانګړی کاریال جوړوي

وروسته له هغې چې وټس‌اپ او فېسبوک د کورونا وایرس په اړه کره معلومات وړاندې کولو لپاره ځانګړې برخه جوړه کړه، د روغتیا نړیوال سازمان هم دغه وایرس په اړه کره شمېرو، معلوماتو، لارښوونو او طبي وړاندیزونو لپاره په یو ځانګړی کاریال کار کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د روغتیا نړیوال سازمان دغه کاریال به انډرایډ، iOS او کمپیوټرونو کې د کارولو وړ وي او ډېر ژر به نړیوالو کاروونکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شي.

د راپورونو پر بنسټ دغه کاریال «WHO MyHealth» نومول شوی او د کورونا وایرس او له امله يي پېښېدونکي کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه به ټول بنسټړیز معلومات، طبي لارښوونې او وړاندیزونه ولري.

ډېر امکان لري چې دغه کاریال د مارچ په ۳۰مه د انډرایډ، iOS او نورو عامل سیستمونو کاروونکو ته وړاندې شي.

د 9to5Google وېب پاڼې د دغې کاریال ځینې تصویرونه هم خپاره کړي، چې د راپور پر بنسټ دا د کاریال وروستۍ بڼه نه ده او اوسمهال تر کار لاندې دی.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، دغه کاریال به کاروونکو ته د کورونا وایرس په اړه ټول اړین او کره معلومات وړاندې کړي، چې په کې به د کورونا وایرس شمېرې، نښې، وقایوي تدابیر، د درملنې او خپرېدو څخه د مخنیوي لارې شامل وي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون