افغانستان سلايډ (فيچر)

د طالبانو یو پلاوی د سره صلیب په همکاري بګرام ته راځي

د افغانستان د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بندیانو د خوشي کولو لپاره د تماس ډلې ترمنځ ویډیويي خبرې شوې دي.

په دې خبرو کې پر دې هوکړه شوې چې د طالبانو یو پلاوی به د نړیوال سره صلیب په مرسته بګرام ته راځي، بیا به په بګرام او څرخي پله زندان کې د خپلو بندیانو د خلاصون چارې مخته وړي.

افغان حکومت هم مني،چې دغه پلاوی به د زندانیانو د ازادولو په برخه کې همکاري کوي او په دې توګه به د سولې لپاره د راتلونکو پرمختګونو لپاره ګامونه اوچتېږي.

طالبانو هم رسنیو ته د خپل پلاوي لیست استولی.

په دې لیست کې چې نړۍ نیوز ته یې هم یوه کاپي رسېدلې، د طالبانو د بندیانو د کمېسیون او ځینو ولایتونو استازي شامل دي.

د طـالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د ځینو دلایلو او تخنیکي ستونزو له امله بګرام ته د طالب پلاوي سفر ځنډېدلی او کوښښ کوي چې د ستونزو په له منځه وړلو دا سفر د مارچ تر ۳۱ نیټې مخکې ترسره شي.

د یادونې ده چې د طـالبانو بندیانو کمېسیون یوې سرچینې ویلي چې د پلاوي ټول غړي په هېواد کې دننه دي او ښايي له کندهار یا هلمنده د سره صلیب د چورلکو په مټ ولېږدول شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون