اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

په نړیوالو مارکيټونو کې د تېلو بیه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې

د اقتصادي راپورونو له مخې، په نړیواله کچه د کرونا وایروس له امله د رامنځته شوي ناورین سره هم‌مهاله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو غوښتنه کمه شوې او بیه یې په تېرو اتلسو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته را لوېدلې ده.

په نړیوالو مارکيټونو کې د نن د دوشنبې پر ورځ مارچ۳۰/وري۱۲مه د یو بېرل خامو تېلو بیه ۲۲ نیمو ډالرو ته ولوېده، چې د ۲۰۰۲ کال له نومبر راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده.

په تېره یوه میاشت کې شرکتونو د تېلو تولید یا کم کړی او یا یې بیخي بند کړی دی، چې له کبله یې د تیلو بیه هم پنځوس سلنه راکمه شوې ده.

په داسې حال کې چې یوازې په بازار کې د غوښتنې کمښت دا کار نه دی کړی،بلکې د مارچ میاشتې پیل کې د سعودي او روسیې ترمنځ د تېلو د بیو پر سر جنجال هم وضعیت پېچلی کړی دی.ځکه سعودي له روسیې غوښتنه کوله چې د اوپک یا تېلو تولیدوونکو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې خپل تولید کم کړي، خو روسیې ورسره ونه منله.

په داسې حال کې ده چې نړیوالو شرکتونو وار د مخه د خامو تېلو د تصفیه کولو یا پاکولو چاره کمه کړې ده او لامل یې دا دی چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له کبله هوایي الوتنې او د موټرو تګ راتګ کم شوی، او ورسره د تېلو اړتیا هم کمه شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون