افغانستان سلايډ (فيچر)

حکومت به ډېر ژر نوې کابېنه او د مصالحې عالي شورا اعلان کړې

افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار وحید عمر وايي، ډېر ژر به د ولسمشر غني‌ په مشرۍ د جوړ شوي‌ حکومت نوې کابینه جوړه او اعلان شي. همداراز د مصالحې عالي شورا د جوړېدو چارې هم په وروستي پړاو کې دي.

که څه هم ولسمشر اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي؛ خو د ولسمشرۍ ماڼۍ  وايي، د کورونا وبا روان بحران د نوې کابینې جوړولو چارې پڅې کړې دي

ښاغلي عمر د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ملي روغې جوړې شورا د جوړښت چارې هم په وروستي پړاو کې دي.

د نوموړي په خبره، په تېرو درېوو اونیو کې د حکومت ډېره انرژي او وخت د کورونا وېروس د مخنیوي پر لارو چارو ولګېد، خو زیاته یې کړه، ژر به نوې کابینه جوړه شي.‌

ښاغلي‌ عمر د مصالحې د شورا د جوړښت په اړه وویل چې چارې یې ډېرې مخکې تللي: «د حکومت ژمنه دا وه چې طالبانو د خبرو اترو یو کوچنی پلاوی به جوړېږي او بیا به د پرېکړو نیولو یوه ستره شورا جوړېږي چې اړینې لارښوونې ورته وکړي.»

افغان حکومت وايي، د مصالحې شورا جوړښت یې د هغه مذاکراتي پلاوي پر تله پراخ دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره ټاکل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې لوړې مراسمو پر ورځ ژمنه وکړه چې تر دوو اونیو به یې نوې کابینه اعلان کړي. خو د بندیانو د خلاصون،عبدالله عبدالله او نورو سیاسیونو سره د پخلاینې په شمول یې له دغې ژمنې هم څه باندې درې اوونۍ تېرې شوې، لا پوره شوې نه دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون