افغانستان سلايډ (فيچر)

مجاهد: د طالب بندیانو د خلاصون لپاره درې کسېز پلاوی کابل ته ورسېد

د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد هغه راپور تائید کړ، چې نن سه شنبه د بندیانو د خلاصون لپاره یې یو درې کسیز پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

ښاغلي مجاهد په خپل یو ټویټ کې ویلي، په دې سفر کې درې واړه شامل کسان د دوی د بندیانو د کمېسیون تخنیکي ټیم غړي دي، چې د د بندیانو خوشې کولو، انتقال او نورې چارې تعقیب کړي او په تخنیکي برخه کې نور اړین ګامونه واخلي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د دغه پلاوي د راتګ خبر تایید کړی دی.

ښاغلي مجاهد همداسې په یوې بل رسنیز پیغام کې ویلي، چې د دوی درې کسیز ټیم کابل ته رسېدلی او د تخنیکي چارو او د بندیانو د بهیر په جریان کې که کوم مسائل منځته راځي، نو له خپل مشرتابه سره به یې شریکوي .

نوموړي د ځينو رسنیو هغه څرګندونې رد کړې، چې ګنې دا پلاوی د افغان حکومت په بلنه او کوربه‌توب د بندیانو د خلاصون په اړه د خبرو لپاره راغلی دی.«په دې برخه کې چې په ځينو رسنیو کې غلط برداشت او ناسم تعبیر شوی، چې ګنې دا پلاوی د خبرو لپاره تللی، بلکې دا پلاوی د بندیانو د انتقال او د لیستونو د تثبیت لپاره تللي،ځکه د بندیانو د خلاصون په مورد کې خبرې پخوا لا پای ته رسېدلي دي.»

د یادونې ده، چې  تر دې مخکې داسې ویل شوي وو، چې ښايې د طالبانو یو لس یا پنځلس کسیز پلاوی کابل ته را روان دی چې راتګ یې د تخنیکي ستونزو له امله څو ځله ځنډېدلی هم و.

خو اوس کابل ته د راغلي درې کسیز پلاوي مشري د بندیانو د کمېسیون د یوه مسؤل مولوي ضياالدین په غاړه ده او په اړه یې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه پلاوی ځکه درې نفرو ته راکم شوی چې د کورونا وایروس له کبله کم شوی او نن هوکړه شوې چې کابل ته داخل شي.

نړۍ نیوز ته د طالبانو له لورې په یوه ويډیويي راپور کې ښوول کېږي، د طالبانو یاد پلاوی د کندهار د سپین بولدک او ارغستان ولسوالیو په حدودو کې د سره صلیب د نړیوال سازمان په دریو موټرو کې لېږدول کېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون